جان کیري: د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ مذاکرات په ممکنه توگه بیا شوروکیدی شي

ښاغلي کیرې د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو سره درې وارې لیده کاته کړې دي چې یو ملاقات پکې شپږ گنټې جاري وو او د اتوار په ورځ سحر وختي ختم شو

د امریکې خارجه وزیر جان کیرې ویلي د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ خلیج يي تر ډیر حده پورې کم کړی دی او د دواړو طرفینو په منځ کې د امن مذاکراتو د بیا شورو کیدی امکان څرگند شوی دی.
اتوار په ورځ د منځني ختیز دوره ختمیدو او د تل ابیب نه د روانیدو په وخت خبریالانو سره خبرو اترو کې جان کیرې د اسرائیل او فلسطینیانو تر منځ د امکاني مذاکراتو په حقله څه نور تفصیل وړاندې نه کړل.
د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د کال ٢٠١٠ کې د لږې مودې ورسته زیاتره د خنډ ښکار دي.
تل ابیب هوائي اډې ته تلو وړاندې جان کیرې رمله کې د فلسطینیانو صدر محمود عباس سره خبرې اترې وکړې. هغه وویل د هغه د دورې په مهال د اسرائیل او فلسطینیانو مذاکرات بیا شورو کول په لړ کې حقیقي پرمختگ شوی دی خو اړونده ډلې ځنې موضوعاتو باید نور کار هم وکړي.
فلسطیني مرکې صائب اراکات وویل د ښاغلي عباس او ښاغلې کیرې مثبت خبرې وکړې خو څه لویه کامیابي پکې نه ده ترلاسه شوي.
ښاغلي کیرې د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو سره درې وارې لیده کاته کړې دي چې یو ملاقات پکې شپږ گنټې جاري وو او د اتوار په ورځ سحر وختي ختم شو.
د جان کیرې لخوا د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د مذاکراتو بیا شورو کولو کوششونه د یو شمیر خنډانو سره مخ دي.
حماس چې په غزه حکومت کوي، د جمعې په ورځ يي په صدر محمود عباس غږ کړی چې مذاکرات دي رد کړي. د حماس مشر اسماعیل حانیه ښاغلې عباس ته ویلي چې د مزاکراتو په دام کې بیا نه پریوزې.
او هم دا هفته شرقې یروشلم کې د نوي ابادو جوړولو اعلان وکړو چې د فلسطینیانو لخوا يي قهر راوپارولو.