صدر ټرمپ: د اسرائیل او فلسطینیانو د مسلې د حل دپاره د دوو ریاستونو قیام ضروري نه دی

د واشنگټن په دوره د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو سره په وایټ هاوس کې د شورو، چارشنبې، په ورځ په شریک خبري کانفرنس کې صدر ټرمپ وویل اسرائیل او فلسطییان به د امن دپاره په خپله کوښښونه کوي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي اسرائیل او فلسطییانو ترمنځ شخړې د حل دپاره فلسطینیانو دپاره د بیل هیواد قایمول ضروري نه دي. هغه وویل دواړه فریقین به خپله په خپل منځو د سولي لار غوره کوي.

د واشنگټن په دوره د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو سره په وایټ هاوس کې د شورو، چارشنبې، په ورځ په شریک خبري کانفرنس کې صدر ټرمپ وویل اسرائیل او فلسطییان به د امن دپاره په خپله کوښښونه کوي.

د اسرائیل او فلسطییانو ترمنځ د مسلې د حل په لړ کې د اسرائیلي او فلسطیني دوو ریاستونو د قیام په باره کې ډانلډ ټرمپ د یوې پوښتنې په جواب کې وویل هغه دپاره به هر یو حل د قبلولو وړ وي، که په دې دوه بیل بیل ریاستونه جوړول وي او که یو ملک.

صدر ټرمپ په اسرائیل غږ وکړو ترڅو د مسلي غوره حل نه وی لټول شوی، اسرائیل دې یهودیانو دپاره د نوي ابادو جوړولو کار وځنډوي.

د دوو ریاستونو د قیام یا د "ټو سټیټ سلوشن" په اړه اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو وویل دغه حل به هله مني چې فلسطینیان دي د اسرائیل ریاست تسلیم کړي او د ټولې سیمې د امنیت دنده دې د اسرائیل په لاس کې ورکړی شي. هغه زیاته فلسطینیانو تر دا وخت دغه شرایط منلو ته لا غاړه نه ده ایښودي.

اسرائیلي وزیراعظم وویل چې اسرائیل د هغه په وینا د یو وسله والو اسلامي ریاست په گاونډ کې ژوند نشي کولی.

صدر ډانلډ ټرمپ د ایران ایټمي پروگرام د اسرائیل د سلامتیه دپاره خطر وگرځولو. هغه وویل د ایران ایټمي صلاحیت د ختمولو هر ممکن کوښښ به کوي او دا خبره به یقیني کوي چې ایران هیڅ کله هم د ایټمي وسله جوړولو جوگه ن‍شي.

د ایران او د امریکې په شمول د شپږو نړي والو توقونو ترمنځ د ایران د ایټمي پروگرام په سر د شوي معاهدې په اړه صدر ټرمپ وویل دا بدترینه معاهده ده او زیاته يي کړه چې د صدارت سنبالولو ورسته يي په ایران نوي بندیزونه لگولې دي.

د ایټمي معاهدې د لاندې په ایران ځینې اقتصادي پابندۍ نرمې کړی شوي دي. په بدل کې ایران د یورینیم تیارولو هلې ځلې ودرولو ته غاړه ایښودې ده.

د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو او صدر ډانلډ ټرمپ ترمنځ په وایټ هاوس کې دا وړمبی ملاقات و.

د ډانلډ ټرمپ پیش رو صدر براک اوباما او د بینجمن نیټن یاهو تعلقات د سرد مهرۍ ښکار وو او بنیادي وجه يي په فلسطیني ځمکو باندې د اسرائیل دوام داره اباد کاري وه. ددې نه علاوه د اسرائیل او فلسطینیانو د مسلې د حل دپاره صدر اوباما په کلکه ددې خبرې په حق کې و چې د اسرائیل ترڅنگ دې فلسطینیانو ته هم د جدا ملک قایمولو حق ورکړی شي.

خو اوس امریکايي مطبوعات وايي صدر ټرمپ د امریکې په دغه دریځ کې تبدیلي راوستې ده او دا کار يي اسرائیل او فلسطینیانو ته پریښودی دی.