امریکا ائتلافیانو سره په لېبیا کې په پوځي لارو چارو مشورې کوي

امریکا ائتلافیانو سره په لېبیا کې په پوځي لارو چارو مشورې کوي

امریکا ویلي د لېبیا مشر معمر قذافي لخوا د مظاهره چیانو پرضد د زور زیاتي او تشدد په اړه خپلو ائتلافیانو سره په پوځي لارو چارو صلاح مشورې کوي.
لېبیا کې مظاهره چیان او مخالف ډلې د ښاغلي قذافي د 42 کلن شخصي واکمنۍ پرضد د تیرو دریو اونیو نه احتجاج کوي.
امریکایي چارواکو د گل په ورځ ویلي دي د نو فلائي زون یا د لېبیا په فضایی حدودو کې حکومت پلوه جنگي جهازونو باندې بندیز ترڅنگ په هرقسمه لارو چارو فکر روان دی.
د نو فلائي زون مقصد معمر قذافي هوایي پوځ د یاغیانو پرضد د نورو حملو نه ودرول دی. ېاغیان په ختېځ لېبیا او د لویدیځ ځېني برخو باندې کنټرول لري.
د برتانیا وزیراعظم ډیوډ کېمرون ویلی لندن هم د لېبیا پرضد د نو فلائي زون قائمولو په منصوبه کارکوي.
د امریکې پوځي کمانډرانو ویلي دي چې دوي خپل سمندری او هوایی ځواکونه لېبیا ته ورنیزدې کوي چې دغه شان د امریکې صدر براک اوباما انتظامیه ته د بشري مرستو او څه د نورو قسمه گامونو لپاره لارې چارې ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویلي واشنگټن په نزدې ورځو کې د لېبیا مخالفه ډلو په حاجتونو او اندېښنو ځان پوهولو لپاره هغوي سره په تماس کې دې.
خو ملگرو ملتونو کې د امریکا استازی سوزن رائیس ویلي دي چې دا د وخت نه ډیره وړاندې خبره ده چې مخالفه ډلو ته په پوځي امداد غور اوشي په داسې وخت کې چې دغه ډلې د نور منظم کیدو هڅې کوي.
امریکا د ښاغلي قذافي په حکومت مالی فشار هم زیاتوي او تېره اونۍ یې د خپل اړخ نه بندیزونه لگولي دي.
ددغه بندیزونو ترمخه امریکا کې د ښاغلي قذافي د کورنې 30 اربه ډالر اثاثې منجمد کړې شوي دي.
امریکا او لویدیځ ائتلافیان غواړي چې ښاغلې قذافي سم لاسي خپله څوکې پریږدي ځکه چې د قذافي حکومت پلوه ځوکوانو د لاسه په سلگونو مظاهره چیانو د وژنې وروسته د هغه د واک قانوني حثیت ختم شوې دی.