امریکايي پوځ په افغانستان کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه رپورټ رد کړی

  • ایاز گل

کرنل لېګېټ وویل ملکي کسانو ته د زیان د مخنیوي په لړ کې د افغان ځواکونو د تربيي په لړ کې ډیر د پام نه کار اخیستل کیږيږ "مونږ د دوی په عملیاتو کې غېرمعمولي کوښښ او احتیاط لیدلی دی."

د امریکي پوځ دا رپورټ "یو اړخیز" بللی چې وايي په افغانستان کې د امریکايي او اتحادي ځواکونو په ورستیو هوايي بمباریو کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې کچه تر ریکارډ حد پورې زیاته شوي ده.

په افغانستان کې د ملکي کسانو د تلفاتو په اړه "دي کاسټس اف وار" یعنې د جنګ قیمتونه په عنوان رپورټ براون یونېورسټۍ د ګل، دوشنبې، په ورځ شایع کړو. رپورټ وايي ملکي کسانو د تلفاتو د زیاتېدو سبب د کال ۲۰۱۷ د صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت هغه فېصله ده چې د طالبانو په ضد د هوايي بمبارۍ دپاره یې په ضوابطو کې نرمي کړې ده.

رپورټ وايي د دغه فېصلې وروسته د افغان ملکي کسانو ته د زیان کچه ۳۳۰ فیصد زیاته شوي‌ ده.

د امریکايي پوځ ترجما کرنل سوني لېګېټ وویل "مونږ د جنګ قیمتونو (په رپورټ) کې وړاندې کړی شوي یوې اړخیزه تجزيي سره اتفاق نه کوو (تجزیه) په لانجمنو معلوماتو بنیاد لري او د طالبانو او داعش دلاسه د ملکي کسانو تلفات نظر انداز کوي."

کرنل لېګېټ د ایمېل دلارې په یو بیان کې وویل طالبان موټر او دېسي بمونه استعمالوي او د راکټونو او د هدفي وژنو دلارې د خلکو د ویروولو کوښښونه کوي.

کرنل لېګېټ د ملګرو ملتونو دې رپورټ ته هم پام ګرځونه وکړه چې د سږ کال د فېبرورۍ د ۲۹ راهسې د امریکايي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې د ملکي تلفات قریباً ختم شوي دي. د فېبرورۍ په ۲۹ نېټه امریکې او طالبانو په قطر کې د امن معاهده لاس لیک کړه چې ترمخه یې طالبانو منلي چې په امریکايي ځواکونو به حملې نه کوي.

کرنل لېګېټ وویل د ملګرو ملتونو په هم دغه رپورټ کې وېل شوي چې د طالبانو او داعش دلاسه د ۳۴۰۰ نه زیات تلفات شوي دي.

کاسټس اف وار وايي د طالبانو په ضد په هوايي بمباریو کې د زیاتوالي سبب دا ښکارېدو چې په طالبانو فشار زیات کړي شي چې دا ډول د مذاکراتو مېز ته کښېني. رپورټ وايي یوازې په کال ۲۰۱۹ کې په هوايي بمبارۍ کې ۷۰۰ ملکي کسان ووژل شو چې د کال ۲۰۰۱ او د ۲۰۰۲ راهسې د ملکي کسانو د تلفات ترټولو زیاته شمېره ده.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي طالبانو سره لوظنامه د لاس لیک کوولو وروسته امریکې هوايي بمبارۍ کمې کړې او د افغانستان څخه د ځواکونو د وېستلو تیاری یې شروع کړو. کاسټس اف وار هم دا خبر تسلیم کړې او وايي د امریکې او طالبانو د معاهدې نه پس هوايي بمبارۍ کمې شوي او هم دغه رنګ ملکي خلکو ته د نقصان کچه هم لاندې تللې.

کاسټس اف وار وايي که یو خوا نړیوالو ځواکونو هوايي بمباري کمه کړې خو د افغان هوايي ځواک چې امریکایانو تربیه کړی، د طالبانو په ضد یې عملیات زیات کړي دي چې له امله یې د ملکي کسانو نقصانات زیات شوي دي.

د کاستس اف وار د رپورټ شریکه مصنفه نېتا کروفرډ وايي په داسې مهال چې افغان حکومت د طالبانو سره خبرې شروع کړي، د طالبانو په ضد عملیات هم چټک شوي دي چې امکاني هدف يې په طالبانو فشار زیاتوول دي خو د دې په نتیجه کې د وړاندې نه زیات دا وخت ملکي کسانو ته نقصان رسي. مېرمن کروفرډ وویل د سږ کال په لومړو شپږو میاشتو کې د افغان هوايي پوځ په بمبارۍ کې ۸۶ ملکي کسان ووژل شوو او ۱۰۳ زخمیان شول خو د جولايي نه تر د سپټمبر پورې ۷۰ ملکي کسان د افغان هوايي پوځ په بمبارۍ کې ووژل او ۹۰ زخمیان شول.

د افغان حکومت پخوانی مشیر طارق فرهادي وايي افغان هوايي پوځ خپل عملیات ډیر په مهارت نه کوي او د ملک په شمالي برخو کې په هوايي بمباریو کې جومات، سکول او د هسپتال ترڅنګ ملکي کسان هم ویشتلي دي. هغه وویل افغان هوايي پوځ د قبایلي رقابتونو په بنیاد ل ورکړی شویو اطلاعاتو باندې هم بمبارۍ کړي دي.

کاسټس اف وار وویل که څه هم امریکايي ځواکونو د هوايي بمبارۍ مسولیت افغان هوايي پوځ ته سپارلی دی خو بیا هم تر څه حد پورې د افغان هوايي ځواک د کارکردګۍ ‌ذمه واري په غاړه لري.

کرنل لېګېټ وویل ملکي کسانو ته د زیان د مخنیوي په لړ کې د افغان ځواکونو د تربيي په لړ کې ډیر د پام نه کار اخیستل کیږيږ "مونږ د دوی په عملیاتو کې غېرمعمولي کوښښ او احتیاط لیدلی دی."