صدر اوباما په غیر اعلانیه دوره افغانستان ته رسیدلی

کال ٢٠١٢ کې هم صدر براک اوباما باگرام کې امریکائي ځواکونو سره وخت تیر کړی وو

د امریکې صدر براک اوباما د اتوار په ورځ په خفیه دوره افغانستان ته رسیدلی چې د میموریل ډی په موقع څه وخت افغانستان کې میشته امریکائي ځواکونو سره تیر کړي.
د براک اوباما جهاز باگرام پوځي هوائي اډه کې کښته شو. رائټرز خبري اداره وايي د صدر سره په دوره یو امریکائي چارواکې ویلي براک اوباما به زر دا اعلان کوي چې د کال ٢٠١۴ ورسته به په څومره شمیره کې افغانستان کې پرځائې کولی شي.
افغانستان کې نړي وال ځواکونو به د سږ کال په اخیره کې افغانستان نه انخلا مکمله کړي. خو که چرې افغانستان د امریکې سره د امنیت دوه اړخیز تړون یا بائیلیټرل سکیورټي اگریمنټ منظور کړي نو ځېنې امریکائي عسکر افغانستان کې د تربيي او د صلاح مشورې په خاطر پرځائې پاتې کیدی شي.
د کال ٢٠٠١ راهسې طالبان د واک نه لرې کولو ورسته نور امریکائي صدران یا د حکومت لوړ رتبه چارواکې د میموریل ډی په موقع امریکائي ځواکونو سره وخت تیرولو دپاره افغانستان ته تللې دي.
میموریل ډی یا د یادونې ورځ د گل په ورځ نمانځلی کیږي. په دې موقع قامي رخصتي وي. دا ورځ د هیواد په جنگونو د وژل شوی عسکرو په یاد کې نمانځلی کیږي.