براک اوباما وايي د صدارت ورسته به هم سیاسي هلې ځلې جاري ساتي

د گل یا دوشنبې په ورځ د ارگنائزنگ فار ایکشن ان واشنگټن ډي سي نومې ډلې کارکونکو سره خبرو اترو کې براک اوباما وویل د صدارت ورسته به هم هغه جمهوریت کې تر ټولو اهم ترین منصب د هغه په لاس کې وي او دغه منصب په جمهوري عمل د براک اوباما په وینا د یو عام شهري کردار دی

صدر براک اوباما وايي په کال ٢٠١٧ کې يي د صدرات دور ختمیدو ورسته به هم هغه په سیاست کې او اولسي ژوند کې ځان مصروف ساتي.

د گل یا دوشنبې په ورځ د ارگنائزنگ فار ایکشن ان واشنگټن ډي سي نومې ډلې کارکونکو سره خبرو اترو کې براک اوباما وویل د صدارت ورسته به هم هغه جمهوریت کې تر ټولو اهم ترین منصب د هغه په لاس کې وي او دغه منصب په جمهوري عمل د براک اوباما په وینا د یو عام شهري کردار دی.

صدر براک اوباما وايي په کانگرس کې د قانون سازۍ نیمگړي کارونه د تکمیل دپاره نه یوازې هغه ته، نه د کانگرس یو غړي او نه ائنده منتخب صدر ته اړتیا لري. دا اولس د خپل اتحاد لارې سر ته رسولی شي.

براک اوباما وايي د صدارت په اخیرې کال به خپله توجه هم په دغه هدف ساتي چې څه رنگ عام شهریان د حکومت په دنده کې ځانونه ښکیل ساتلی شي .

په وائټ هاوس کې د خپل دور د کامیابو په اړه براک اوباما وویل د هیواد اقتصادي وضعه ښه شوي ده، صحت د خیر ښیگړې په نظام کې اصلاحات شوې دي او د کي سټون په نوم تیلو د پائپ لائن جوړولو لانجمنه منصوبه ختمه کړی شوي ده.

ارگنائیزیشن فار ایکشن د سیاسي کارکونکو هغه ډله ده چې په کال ٢٠٠٨ او کال ٢٠١٢ د براک اوباما د صدارتي انتخابي کیمپین نه زیږیدلې ده او د سیاسي شعور په مد کې د اولس د بیدارۍ کار کوي.

براک اوباما د ډیموکریټک پارټۍ سره تعلق لري او د امریکې په تاریخ کې وړمبی افریقائي یا تور پوستکی امریکنی دی چې صدارت دپاره منتخب شوی دی.