امریکا: پاکستان دې د خبریالانو د نړیوال تنظیم چارواکې ته د هیواد د سفر اجازت ورکړي

د امریکې د خارجه وزارت د جنوبي ایشیا چارو سفارتکارې اېلس وېلز وویل پاکستان دې خپلې فیصلې ته بیا کتنه وکړي او د سي پي جي سټيون بټلر ته دې هیواد ته د ورتگ اجازت ورکړي

امریکې په پاکستان غږ کړی چې د خبریالانو د نړیوال تنظیم کمېټي ټو پروټېک جرنلسټس د ایشیا چارو مسؤل ته دې د هیواد د سفر اجازت ورکړي. پاکستان ویلي د سي پي جی د سټیون بټلر نوم په تور فهرست کې شامل دی.

د امریکې د خارجه وزارت د جنوبي ایشیا چارو سفارتکارې اېلس وېلز وویل پاکستان دې خپلې فیصلې ته بیا کتنه وکړي او د سي پي جي سټيون بټلر ته دې هیواد ته د ورتگ اجازت ورکړي.

سټیون بټلر د سي پي جی د ایشیا د چارو مشر دی. هغه پاکستان ته سفر کولو خو پاکستاني مامورینو هغه د لاهور په هوايي اډه ودرولو.

امریکايي سفارتکارې اېلس وېلز وویل د خبریالانو د ازادۍ کارکونکی ته هیواد ته د ورتگ اجازت نه ورکول په پاکستان کې په "خبریالانو د قدغنونو په اړه تشویش زیاتوي."

مېرمن وېلز په خپل ټوېټر پېغام کې وویل "ازاد او بې طرفه مطبوعات د هر جمهوریت دپاره لازمي دي... او مونږ د پاکستان نه غوښتنه کوو چې دې فيصلې ته دې بیا کتنه وکړي."

سي پي جی ويلي په لاهور ايئرپورټ چارواکو د بټلر نه پاسپورټ اخيستی او هغه يې بيرته د قطر په الوتکه کې دوحه ته لېږلی او چارواکو هلته د واشنګټن په الوتکه کې کښېنولی او بيرته یې امريکا ته لېږلی دی.

د سي پي جی مشر جويل سايمن ويلي "د بټلر پاکستان ته نه پرېښودل په پاکستان کې د هغو خلکو په مخ د څپېړې ګوزار دی څوک چې په دغه هېواد کې د مطبوعاتو ازادۍ ته اندېښمن دي".

د پاکستان د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان، اېچ ار سي پي، د حکومت په فیصله مایوسي څرگنده کړه. "حکومت یو خوا دعوه کوي چې د پاکستان نرم تصویر جوړوي نو بلخوا یو مشهور نړیوال خبریال چې اعتباري ویزه لري هغه ته د تگ نه انکار کوي،" کمېشن وویل.

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنیشنل د سټیون بټلر بیرته ستنول دا خبره په ډاگه کوي چې په کستان کې د رای په ازادۍ حملې دوام لري. اېمنسټي انټرنېشنل وویل پاکستان دې په خپله فیصله نظر ثاني وکړي.

په پاکستان کې ژورنالسټانو د بټلر ملک ته په نه راپرېښودو د چارواکو په دې عمل نيوکې کړي او دې ته يې د "نوي پاکستان" کړنې ويلي دي.

ژورنالسټ حامد مير په ټویټر دې عمل د هټلر رويه ويلي دي او په بل ټویټ کې يې ويلي،

"چا چې د سټيون بټلر پاکستان ته د نه راپرېښودو او بيرته امريکا ته د لېږلو امر کړی دا په حقيقت کې نړۍ ته ويل غواړي چې په پاکستان کې جمهوريت دوکه يا فراډ دی او هغه څوک چې د مطبوعاتو د ازادۍ خبره کوي هغه به د عمران خان په نوي پاکستان کې نه شي زغمل کېدی".

پاکستاني چارواکو د سټيون بټلر ملک ته د نه پرېښودو په اړوند د دې خبر خپرېدو پورې په رسمي ډول کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.

بټلر پاکستان ته د بشري حقونو د ارواښادې فعالې او تکړه قانون پوهه عاصمه جهانګير په نوم په تابيا شوي کانفرنس کې ګډون له تلو چې بیرته ستون کړی شوی دی.