د امرېکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن به دا هفته د پاکستان دوره کوي

د واشنگټن په دوره د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف د ریکس ټیلرسن سره لیده کاته کړي وو

د امریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن به دا هفته د پاکستان په سفر اسلام اباد ته ځي او هلته به د پاکستاني مامورینو سره د امریکې او پاکستان په دوه اړخیزو تعلقاتو او د جنوبي ایشیا دپاره د صدر ډانلډ ټرمپ په تگلاره کې د پاکستان په کردار خبرې اترې کوي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د امریکې د خارجه وزارت، سټیټ ډپارټمنټ، په یو بیان کې وویل ریکس ټیلرسن به په اسلام آباد کې د پاکستاني مامورینو سره په دې موضوع مذاکرات کوي چې د جنوبي ایشیا دپاره د صدر ټرمپ د تگلارې په کامیابۍ کې د پاکستان کردار څومره "مهم" دی.

ددې نه علاوه ریکس ټیلرسن او پاکستاني مامورین به د امریکا او پاکستان په دوه اړخیزو تعلقاتو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي رابطې په نورو مضبوطولو هم خبرې اترې کوي.

ریکس ټیلرسن به د پاکستان سفر په داسې حال کې کوي چې صدر ډانلډ ټرمپ په پاکستان غږ کړی دی چې په خپله خاوره دې د وسله والو پناه ځایونه او وسله والو ډلې، خصوصاً طالبان او حقاني ډلې سره، د خپل روابط ختم کړي.

د اگست په میاشت کې د افغانستان او په عمومي توگه د جنوبي ایشیا دپاره خپله تگلاره د اعلانولو په موقع صدر ټرمپ وویل پاکستان ته پکار دي چې د تندرو ډلو سره د روابطو خپله پخوانۍ تگلاره دلاسه ورکړي. هغه وویل پاکستان باید طالبان د مذاکراتو میز ته په راوستلو کې هم خپل کردار ادا کړي.

ریکس ټیلرسن هم په وار وار په پاکستان غږ کړی چې په خپله خاوره دې د وسله والو پرضد غوڅ اقدامات وکړي.

پاکستان د صدر ټرمپ د نوي تگلارې او ددې په ترڅ کې د هیواد په دریځ د ټکونو مخالفت کړی دی. پاکستاني مامورین وايي د افغانستان په اړه د صدر ټرمپ د نوي تگلارې په نتیجه کې به هلته جنگ دوام ومومي او وسله وال د پاکستان په خاوره پناه ځایونه نه لري.

دا میاشت د پاکستان په کرمه قبایلي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو امریکايي شهري جاوشوه بویل، د هغه امریکايي میرمن کیټلین کولمین او ددوي درې بچي د وسله والو د ولقې نه راخلاص کړل. دا کورنۍ طالبانو په کال ٢٠١٢ کې په افغانستان کې نیولي وه.

د کینیډايي امریکايي د کورنۍ په راخلاصولو صدر ټرمپ د پاکستان ستاینه کړي ده او ویلي یې داسې ښکاري پاکستان په خپل دریځ کې بدولون راوستی دی.

د کینیډايي امریکنۍ کورنۍ د راخلاصولو په اړه د امریکې نایب صدر مایک پینس او ریکس ټیلرسن د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره په ټیلي فون خبرې هم کړي دي.

د زیارت، پنجشنبې، د ورځې د سټیټ ډپارټمنټ بیان وايي ټیلرسن به د ښاغلي عباسي سره د شوي "مثبت خبرې اترې" په وړاندې بیايي.

پاکستان ته د تگ وړاندې به ریکس ټیلرسن د سعودي عرب او قطر دوره کوي او د پاکستان نه ورسته به هندوستان او بیا جنیوا ته ځي.