د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د پاکستان وزیراعظم د سوېټزرلېنډ په ډېووس ښار کې په افغانستان، تجارت، کشمیر او د پاکستان او هندوستان په تعلقاتو خبرې وکړې.
صدر ټرمپ او عمران خان د نهې، سه شنبې، په ورځ په ډیووس کې د "ورلډ اکنامک فورم" نومې غونډې په څنډه ملاقات وکړو.
د صدر ټرمپ او پاکستاني وزیراعظم د ملاقات په اړه وایټ هاوس په ټوېټر د ٣٨ سېکنډو یو وډیو خپور کړو. په دغه وډیو کې صدر ټرمپ وویل د پاکستاني وزیراعظم عمران خان سره به په اقتصاد، کشمیر او د پاکستان او هندوستان په تعلقاتو خبرې کوي.
امریکايي صدر وویل واشنگټن د پاکستان او هندوستان ترمنځ په ورستي تاوتریخوالی د نژدې نه نظر ساتي او د دواړو گاونډي هېوادونو تعلقات په ښه کولو کې به "یقیناً" مرسته کوي.
President @realDonaldTrump just held a bilateral meeting on trade with the Prime Minister of Pakistan. #wef2020 pic.twitter.com/uTVEYEJoeQ
— The White House (@WhiteHouse) January 21, 2020
په دې موقع عمران خان وویل د صدر ټرمپ سره به په افغانستان او د طالبانو او د افغان حکومت ترمنځ په مذاکراتو خبرې کوي. "مونږ دواړه په امن او په افغانستان کې د طالبانو او د حکومت ترمنځ د خبرو دلارې تبدیلۍ کې دلچسپي لروو."
عمران خان وویل د افغانستان په موضوع امریکا او پاکستان دواړه په یوه پاڼه دي.
خو په تېرو وختونو کې صدر ټرمپ د افغانستان په لړ کې د پاکستان په کردار ټکونه کړي دي.
د کال ٢٠١٨ په لومړي ټویټ کې صدر ټرمپ وویل د ترهگرۍ په ضد هلو ځلو کې پاکستان د امریکې نه اربونو ډالرې اخیستي خو په بدل کې ورسره پاکستان د درغونو نه کار اخیستی. د صدر ټرمپ حکومت د پاکستان پوځي امداد هم بند کړی دی.
د صدر ټرمپ د خبرو په ځواب کې پاکستان ویلي وو چې امریکا په افغانستان کې د ناکامۍ پړه په پاکستان اچوي.
په ډیووس کې د عمران خان سره د ملاقات په موقع د صدر ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې ایا د هندوستان د سفر په موقع به هغه پاکستان ته هم ځي؟ نو امریکايي صدر څه کره ځواب ونوېلو خو زیاته یې کړه چې د تېرو وختو په مقابل کې دا وخت دواړه هېوادونه ډیر نژدې دي.
نړیوال مشران د هر کال په شروع کې په ډیووس راغونډېږي او د اقتصاد ترڅنگ په یو شمیر نړیوالو موضوعاتو بحث کوي.