امريکې د فلسطين د ۲۰۰ ميلينو نه زيات امداد ودرلو

د سږ کال د مارچ په میاشت کې امریکې په اسرائیل کې خپله سفارتخانه د تل ابیب نه یروشلم ته منتقل کړه

په امريکا کې د صدر ټرمپ انتظاميې د فلسطين لپاره د ۲۰۰ميلينو نه زيات اقتصادي امداد تړلی دی.

د انتظاميې چارواکو د جمې په ورځ ويلي، دغه فېصله د فلسطين په غربي غاړه او غذا پټۍ کې د روانو منصوبو د جاج اخستو وروسته شوې ده چې دا خبره يقيني کړی شي چې په دغه منصوبو روان مصرف د امريکا د ملي مفادو سره سمون خوري او که نه د امريکايي ولس د ټېکس پېسې بې ځايه لګي.

د امريکا د خارجه وزارت يو چارواکي ويلي دغه پېسې به اوس د فلسطين په ځاې په ترجيحي بنيادونو د نړۍ په بل ځاېې کې مصر ف کولی شي.
د خارجه وزارت چارواکي ويلي امريکا دغه فېصله نړيوالې ټولنې ته په غزا تړانګه کې د امدادونو په وخت ورپېښو چېلنجونو په تناظر کې کړې ده چرته چې د حماس وسله والې ډلې واکمنۍ د غزا د خلکو ژوند په خطرو کې اچولی او د سيمې اقتصادي کړکېچ يي لا زيات کړی دی.

په فلسطين کې حماس وسله والې ډلې په کال ۲۰۰۷ کې د فلسطين نه ساحلي سيمې نيولې وې چې په نتيجه کې يي اسرايل او مصر په دغه سيمه اقتصادي بنديزونه لګولي وو.

اسرايل وايي د حماس قابو کولو لپاره اقتصادي بنديزونه لا سختول پکار دي. ولې چې دغه ډله د اسراېل بربادي غواړي.

رپوټونه وايي اقتصادي بنديزونو حماس ته دومره زيان نه دی رسولی څومره نقصان چې يي د غزا تړانګې اقتصاد ته رسولی. او حماس ډله هم لکه د پخوا په څېر اوس هم په دغه سيمه کې واکمني لري.

حماس ډله چې تراوسه يي د اسرايل خپلواکي نه ده تسليم کړې د اقتصادي بنديزونو د کمولو لپاره د مصر په خله د اسرايل سره خبرې اترې کوي چې د اقتصادي بنديزونو په بدل کې به دوي د اسرايل سره داسې لوظنا مه اوکړي چې په سيمه کې روان تشدد به ورسره له مينځه لاړ شي.

امريکايي چارواکو د فلسطين نه د ودرول شوي امدادي فنډونو پوره تفصيل نه دی ورکړی خو په امريکا کې غېر دولتي تنظيم جی سټريټ چې د اسرايل فلسطين د پرامنه حل لپاره مبارزه کوي د امريکې په دغه فېصله سختې نيوکې کړي دي.

د دغې غېر دولتي تنظيم د حکومتي چارو د څانګې مشر ډېلن ويليمز دغه ګام يو غېر اخلاقي ګام بللی او دغه يي يوه لويه سټرېټجکي کوتاهي بللې .

نوموړي ويلي امريکا د فلسطين لپاره په امدادونو تړلو سره د اسرايل امنيته هم په خطرو کې اچولی او غزا تړانګه کې به ورسره په لويه کچه بشري کړکېچ هم راوچت شي او هم به ورسره په غربي غاړه کې د بې ثباتۍ کچه نوره سېوا شي. دې سره به په ټوله سيمه کې بدامني او تشدد نور زيات شي".