صدر بایډن او د واکمن ګوند غړي به د حکومت د مالي مرستې په اړه خبرو دپاره د ریاستونو سفرونه کوي

صدر بایډن د کرونا وایرس نه متاثر شویو امریکایانو د مرستې دپاره د مالي امداد قانون لاس لیک کوي

د امریکا صدر جوبایډن او نور ډېموکراټان به دې اونۍ د 1.9 ټریلین ډالرو د اقتصادې پېکیج د ګټو په اړه د ولس د خبرولو لپاره د هېواد بېلا بېلو ایالتونو ته سفر کوې.

صدر دغه پېکېج له کانګرس څخه د منظورۍ وروسته تېره اونۍ لاس لیک کړی و. د بایډن انتظامیه غواړې دا باوري کړي چې د مرستو دا پېکیج څنګه له امریکایانو سره کومک کولای شي او دا چې دغه مرستې د ریپبلکن ګوند له مخالفت سربېره منظورې شوې دي.

ټاکل شوې چې صدر بایډن به د کرونا په اړه مرستو باندې نن په سپینه ماڼۍ کې خبرې کوي او د هغه مېرمن جېل بایډن به نیو جرسي ایالت ته ځي چیرې چې به هغه له ګورنر فل مرفي سره یوه ښونځې ته ورځي او دهغه ګامونو په اړه به خبرې کوي چې د ښونځیو د بیا پرانستنې په هکله اخستل شوې او دا چې د مرستو پېکیج به له کورنیو سره څنګه کومک وکړي.

مرستیاله صدره کماله هېرس به هم نن لاس ویګاس ته سفر کوي او هلته به د کرونا ضد واکسینو د مرکز کتنه کوي.

صدر بایډن به په مرستو د خبرو لپاره د سه شنبې په ورځ لومړی سفر د ختیځ پنسلوانیا ایالت ډیلاوییر کاؤنټي ته کوي، یاده کاؤنټي نوموړې د نومبر په صدارتې ټاکنو کې له خپل سیال ډانلډ ټرمپ څخه ګټلې وه.

د مرستو دا پېکیج د امریکا په تاریخ کې تر ټولو غټ اقتصادې پېکیج او د صدر یایډن لومړۍ لویه پارلېماني بریا ګڼل کېږي. دغه مرستې د ډېموکراټانو په رایو سره منظورې شوې وې او ریپبلکن غړو د پېکیح په کچه او پدې اعتراض کړی و چې په امریکا کې یې د کرونا وبا د ختمولو له هڅو سره یې مستیقم ولې نه دی تړلی. په امریکا کې له کرونا څخه تر پنځه لکه څلور دېرش زره زیات خلک مړه شوې دي.

صدر بایډن د پنجشنبې یا زیارت په شپه یوه وېنا کې ویلي وو چې د ده د انتظامیې غړې به په ټول هېواد کې خورېږي چې د دې منصوبې په اړه له امریکایي ولس سره مخامخ خبرې وکړي. دغه پلان کې به ټول بالغه امریکایان خو چې آمدن یې زیات وي، ورته د 1400 ډالرو چېک او ماشومانو دپاره به په ټیکس کې کرېډټ ورکول کېږي.

په اربونو ډالرې و ایالتونو، ځایي حکومتونو او له کرونا څخه په یوه کال کې اغېزمنو کاروبارونو ته استول کېږي. نورې مرستې به امریکایانو ته د واکسینو عمل چټک کولو باندې لګول کېږي.