امریکايي مامورینو د روس صدر ولادېمیر پوټن هغه دعوي رد کړې چې هېواد یې داسې ایټمي وسلې تیارې کړې چې د دنیاه په هر کنج کې هدف ویشتلی شي.
وایټ هاوس او د امریکې د دفاع وزارت یا پېنټگان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د روسي صدر د دعوو په اړه وویل دا ایټمي بیان بازي ده چې امریکا نشي پریشانه کولی.
امریکايي چارواکو زیاته کړه چې امریکې د ډیر وړاندې راهسې د روس د وسلو د پرمختگ په اړه معلومات لرل.
د وایټ هاوس ترجمانې سېره سنډرز وویل "صدر پوټن د هغه خبرو تصدیق وکړو چې امریکا ترې د وړاندې نه خبر وه." مېرمن سنډرز وویل روس د نړي والو معاهدو د لاندې د خپلو ذمه وارو پر ضد د تیرو ١٠ ؤ کلونو راهسې د بې ثباتۍ وسلې جوړوي.
سېره سینډرز وویل امریکا هم خپل اېټمي صلاحیتونو کې جدت راولي او په دې لړ کې یې د هېواد د ٧٠٠ ارب ډالرو نوي دفاعي بجټ ته اشاره وکړه.
د امریکې د فاع وزارت، پېنټگان، ترجمانې ډینا وایټ وویل "مونږ روس ته کتل." هغې وویل د کومو وسلو چې روسي صدر دا وخت ذکر کړی دی د ډېر وخت راهسې د پرمختگ دلاندې وو. "د امریکې ولس دې په دې باوري وي چې مونږ په مکمله توگه تیار یوو."
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټېلې وژن قام ته خپله کلیزه وینا کې د روس صدر ولادیمیر پوټن وویل روسي ځواکونو نوي صلاحیتونو ترلاسه کړې دي چې پکې په نظر نه راتلونکي داسې مزایل هم شامل دي چې مخه یې نشي نیول کیدی.