د ترکي په اېزمير ښار کې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر لږ تر لږه یو پنځوس (۵۱) تنو او د زخمیانو شمېر نږدې نهه سوو (۹۰۰) ته رسېدلی دی. په دې زلزله کې د اېزمير ښار یو شمېر ودانۍ هم ویجاړې شوي دي او بیا د زلزلې له امله په بحیره کې هم د اوبو څپې راپورته شوي چې د اوبو دغو څپو د یونان دوه جزیرې ځپلي دي.
په ترکي کې ژغورندویه ډلو د اتوار/یکشنبې په سهار د یوې نړېدلې ودانې د لاندې نه یو سړی ژوندی راوویست. دغه کس چې احمد چېتم نومیږي، دري دېرش (۳۳) ګنټې د یو رانړېدلي بلډېنګ لاندې ژوندی بند پاته شوی و.
د ترکي صدر رجب طیب اردوان د خالي/شنبې ورځې په ماښام د اېزمير ښار لیدلو ته ولاړ او وعده یې وکړه چې حکومت به د هغو کسانو سره چې کورونه یې په زلزله کې وران شوي دي، د مکانونو په برابرولو او د نویو ودانیو په جوړولو کې مرسته وکړي.
دا مرګونې زلزله د قوت له اړخه، اوه (۷) درجې وه او د ټکان مرکز یې د یونان د ساموس جزیرې څنګ ته تېره شوې د زلزلو د پیدایش یوه کرښه ده. ساموس جزیره د ترکي او یونان سرحدي سیمې ته څېرمه پرته ده. د یادونې وړ ده چې د اصلي زلزلې نه وروسته، په سلګونو نور واړه ټکانونه هم پېښ شول.
د زلزلې نه صرف څو ګنټې وروسته، د یونان وزیراعظم کېریاکاس میتسوتاکیس د ترکي وزیراعظم سره ټلیفوني رابطه وکړه او ورسره یې غمرازي وښوده. د ترکي او یونان خړ پړ تعلقاتو ته په کتلو، د دوو ملکونو مشران اوس داسې ټلیفوني رابطې ډېرې کمې نیسي.
د یونان وزیراعظم په ټویټر باندې یو پیغام خور کړی او لیکلي یې دي: «زمونږ اختلافات که هرڅه وي، دا هغه وختونه دي چې په کار ده خلک یو د بل څنګ ته ودریږي.»
د ترکي وزیراعظم اردوان بیا په خپل ټویټر باندې لیکلي دي: «دا چې دوه ګاونډي ملکونه په سختو وختونو کې یو د بل سره پیوستون او ملاتړ څرګندوي، دا په ژوند کې تر ډېرو شیانو با ارزښته دی.»
اردوان دا هم ویلي چې ترکي د یونان د خلکو سره مرستې کولو ته آماده ده.
Thank you, Mr. Prime Minister.I offer my condolences to all of Greece on behalf of myself and the Turkish people. Turkey, too, is always ready to help Greece heal its wounds.That two neighbors show solidarity in difficult times is more valuable than many things in life. https://t.co/eo6iClofKZ
— Recep Tayyip Erdoğan (@RTErdogan) October 30, 2020
امریکا د زلزلې په اړه د ترکي او یونان ترمنځ دا ډېپلوماسي ستایلې ده او آمادګي یې ښودلې چې د نېټو د دغو دواړو ملکونو – ترکي او یونان – سره مرسته وکړي. د امریکا د قامي سلامتیا مشیر رابرټ اوبراین ویلي دي: «دا ډېره ښه خبره ده چې ګورو دواړو ملکونو خپل اختلافات یوې خوا ته کړي چې د ضرورت په وخت کې د یو بل مرسته وکړي. امریکا هم د مرستې دپاره آماده ده.»
فرانس هم یونان او ترکي ته د مرستې کولو وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې «د ترکي او یونان سره پوره دریدلی» دی.
که څه هم یونان او ترکي دواړه د نېټو غړي هېوادونه دي، خو دغه دوه ګاونډي هېوادونه پخپل منځ کې سره اختلافات لري او د دوو ملکونو ترمنځ د اعتماد ماحول هم نشته. په دې وروستیو کې ترکي او یونان، په بحیره روم کې د انرجۍ د زېرمو په سر باندې یو له بل سره توده شخړې کې راګېر شوي و او د اوړي په موسم کې خو د دواړو ګاونډیو ترمنځ د جنګ امکان هم رامنځ ته شو.
دا څو میاشتې کیږي چې یورپي اتحاد او امریکا کوشش کوي د ترکي او یونان ترمنځ اختلافات حل کړي، خو تر اوسه په دې کار ندي کامیابه شوي.
که څه هم د دې وروستۍ زلزلې په اړه د یونان او ترکي مشرانو هیله بښونکي پیغامونه ورکړي، مګر تر اوسه روښانه نده چې دا پیغامونه به وکړی شي د ترکي او یونان ترمنځ د اختلافاتو په حل کې اثر ولري او که نه.