دبن غازي په معامله لوړپوړي امريکائي چارواکي استعفي ورکړې

دوياندې وکټوريه نولينډ وينا ده چې خارجه وزيرې هيلري کلنټن دسفارتي امنيت لپاره دمرستيال وزير ايرک بوزويل استعفي منظوره کړې ده

دليبيا بن غازي ښار کې په امريکائي قونصل خانه دبريد دپلټنو کوونکي ازاد کميشن دغوڅ راپور وروستو دامريکا دخارجه محکمې يو لوړپوړي چارواکي استعفي ورکړې ده او درې چارواکي په رخصتۍ ليږل شوي دي.
کميشن پخپل راپور کې وئيلي وؤ چې په 11م ستمبر دبريد په مهال بن غازي کې په قونصل خانه او دغلته دکارکولو لپاره حفاظتي انتظامات په ډاگيز ډول ناکافي وؤ.
دخارجه محکمې دوياندې وکټوريه نولينډ وينا ده چې خارجه وزيرې هيلري کلنټن دسفارتي امنيت لپاره دمرستيال وزير ايرک بوزويل استعفي منظوره کړې ده.
ويانده وائي چې درې نور چارواکي دهغوي دموجوده فرائضو څخه لرې کړل شوي، ددغو کسانو دنومونو په ډاگه کولو پرته نولينډ وويل هغوي په رخصتۍ ليږل شوي.
له دې وړاندې دبن غازي پلټنونکي اکاؤنټيبيلټي ريويو بورډ وئيلي وؤ چې دامريکا دخارجه محکمې دامنيت په اړه ددوؤ ادارو ترمينځ په لوړه کچه دنظام دناکاميدل او انتظامي خامۍ دليبيا ختيز ښار کې په امريکائي تنصيب دترهه گريز بريد په مخنيوي کې دناکامۍ سبب ؤ.