د شام په منبج ښار کې ځانمرگي بم چاودنه کې څلور امریکايي عسکر او اووه ملکي کسان وژل شوې دي. د داعش وسله والې ډلې د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده.
په شام کې د داعش خلاف جنگېدونکې ائتلاف وویل په امریکايي عسکرو د معمول گزمې په مهال چاودنه وشوه.
ځايي مامورینو او په برطانیه کې مېشته د انساني حقونو ډلې سیرین ابزروېټري فار هیومن رایټس وویل چاودنه د شورو، چهارشنبې، په ورځ د منبج په شمالي برخه کې په لوې بازار کې په داسې مهال وشوه چې امریکايي عسکر د یو رېسټورینټ سره نژدې تېریدل.
د چارواکو په وینا چاودنه کې اووه ملکي کسان ووژل شو او نهه نور زخمیان شول.
د چاودنې ذمه واري منلو په دعوه کې داعش وویل د ډلې یو وسله وال د ځان پورې تړلی بم خلاص کړو او د امریکایانو په شمول یې نهه عسکر ووژل او یا یې زخمي کړل.
په واشنگټن کې د وایټ هاوس ترجمانې ساره سنېډرز وویل صدر ډانلډ ټرمپ ته معلومات ورکړی شوې دي او په شام کې د حالاتو جاج اخیستل کېږي.
صدر ټرمپ تېره میاشت د شام څخه د امریکايي ځواکونو د راویستلو اعلان وکړو او وې یې ویل چې داعش ته ماتی ورکړی شوی دی.
د جمعې په ورځ پېنټگان یا د امریکې د دفاع وزارت د دې خبرې تصدیق وکړو چې امریکايي ځواکونو د شام نه سازاوسامان راویستل پېل کړې دي او ٢٠٠٠ امریکايي عسکر به تر هغه وخت پورې په شام کې موجود وي ترڅو یې د انخلا دپاره حالات نه وي برابر.