د امریکې او افغان طالب ترمنځ د مذاکراتو شپږم پړاو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په قطر کې سر ته ورسېدو او د طالبانو یو چارواکی وویل چې د افغانستان څخه د خارجی ځواکونو د وتلو په اړه د معاهدې په مسوده څه لږ پرمختگ شوی دی.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه، په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین په ټوېټر وویل د خبرو شپږمه ناسته ختمه شوه "او په تېرو خبرو کې تیار شوې د معاهدې په مسوده یو اندازه پرمختگ وشو."
د قطر په سرښار دوحه کې د امریکې او د طالبانو ترمنځ د خبرو دا ورستی دور د اپرېل په ٣٠ مه پېل شوی و.
سهیل شاهین وویل "په عمومي توگه دا مثبت او تعمیري ناسته وه. دواړو خواو د یو بل خبرې په غور او صبر واوریدلې."
په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو سره د امریکايي ډلې مشري کوي. د طالب مرکچیانو مشري د طالبانو د سیاسي چارو مشر ملا عبدالغني برادر کوي.
افغان نژادې خلیلزاد په طالبانو غږ کړی دی چې وسله دې وغورځوي او د ډزې بندۍ ته دې غاړه کښېدي. خو طالبانو د ډز بندۍ او د افغان حکومت سره په مستقیم ډول خبرو نه تر اوسه ډډه کړې ده.
طالبان د افغانستان څخه د خارجي ځواکونو په وتلو ټېنگار کوي.
که یو خوا طالبان د امریکې سره مذاکرات کوي نو بلې خوا یې جنگ دوامداره ساتلی دی.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ طالبانو په کابل کې د امریکې په یو امدادي ادارې حمله وکړه او نهه کسان یې ووژل. د حملې په ترڅ کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ پېل شوي جگړه شپږ گنټې جاري وه. په حمله کې ٢٠ ملکي کسان زخمیان شوې هم دي.
په افغانستان کې دا وخت د امریکې په مشرۍ کې د نېټو شا او خوا ١٧٠٠٠ خارجی ځواکونه مېتشه دي.