د مهاجرت په اړه د صدر ډانلډ ټرمپ په حکمنامه په جارحانه توگه د عملدارۍ دپاره د امریکې د قامي سلامیته ادارې ډپارټمنټ اف هوم لینډ سکیورټي دوه نوي یاداشتونه جاري کړې دي چې هدف يي هیودا ته په غیرقانوني توگه د خارجیانو د راتگ مخه نیول دي او هغه غیرملکیان د ملک نه بهر کول دي چې اسناد نه لري.
دغه دستاوزیرات د هوم لینډ سکیورټي ډریکټر جان کیلي د نهې، سه شنبې، په ورځ جاري کړل. د دستاویزاتو ترمخه د هغه خلکو فهرست به تیاریږي چې په ترجیحی بنیادونو د امریکې خڅه د ویستل کیدو سره مخ دي او د زرگونو په شمیره کې به قانون نافذ کونکې مامورین برتي کولی شي.
دستاویزات وايي قانون نافذ کونکې ادارې به د هغه خلکو خلاف د امیگریشن قوانین په وفادارۍ عمل درامد کوي چې د هیواد نه د ویستل کیدو جوگه دي.
ددې دستاویزاتو په اړه په وړمبي ځل معلومات د جمعې په ورځ په مطبوعاتو کې خواره شوي وو.
د پخواني صدر براک اوباما په وخت کې هغه خلکو ته د ډیپورټیشن یا د امریکې نه د ویستلو استثنا ورکړی شوي وه چې په کم عمر کې مور او پلار سره امریکې ته راغلې وو. ددغه پروگرام دلاندې ٧٥٠٠٠٠ داسې غیرقانوني خلک ډیپورټینشن د ویرې بغیر په امریکا کې ژوند او کار روزگار کولی شي.
تیره هفته یوې خبري غونډې ته وینا کې صدر ټرمپ وویل د زړه نه ددغه پروگرام په اړه څه فیصله کوي. هغه وویل دا ډیره سخته مسله ده.
د نهې، سه شنبې، د ورځې یاداشتونه د جنورۍ د میاشت په ٢٥ مه نیټه د مهاجرت په اړه د صدر ټرمپ د حکمنامې تشریح کوي.
په یاداشت کې ویل شوي د امریکې ته د غیرقانوني مهاجرت د مخه نیولو دپاره د میکسیکو هیواد په سرحد دیوال جوړول ضروري دي.
د مهاجرینو د حقونو پلویان وايي د مهاجرت په اړه د صدر ټرمپ د تگ لارې په نتیجه په میلینونو کورنۍ زورول کیږي.