امکان دی کانگرس کې د صدر ټرمپ د مواخذې په لړ کې ووټونه اینده هفته وشي

د ایوان نمایندگان یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د عدالتي چارو کمېټۍ کې ٢٣ غړو د مواخذې د مادو په حمایت او ١٧ یې په مخالفت کې رای وکړې

د امریکې کانگرس د نمایندگانو ایوان د عدالتي چارو کېمېټۍ د جمعې په ورځ د صدر ډانلډ ټرمپ د مواخذې دوه مادي، د واک اختیار ناجایز استعمال او د کانگرس مخه نیولو، منظورې کړې او امکان دی چې په دواړو مادو اینده هفته په ټول ایوان کې ووټونه وکړی شي.

د ایوان نمایندگان یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د عدالتي چارو کمېټۍ کې ٢٣ غړو د مواخذې د مادو په حمایت او ١٧ یې په مخالفت کې رای وکړې. د کمېټۍ غړو د خپلو خپلو گوندونو د تگلارو سر سم د خپلو رای څرگندونه وکړه. ډیموکریټک پارټي په هاوس او هم د عدالتي چارو کمېټۍ کې اکثریت او د صدر ټرمپ واکمن ریپلېکن گوند په هاوس کې اقلیت لري.

د صدر ټرمپ خلاف په دغو دوو الزاماتو به د دې وروسته په هاوس کې بحث کیږي او بیا به پرې ووټونو کېږي چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ یې د کېدو امکان دی.

که چېرې هاوس اف رېپرېزېنټېټییوز د ووټونو دلارې د مواخذې منظورې کړي نو بیا به دا معامله د کانگرس ایوان بالا یا سېنټ ته ځي او امکان دی چې هلته به د مواخذې مقدمه په نوي کال پرانېستل شي. په سنېټ کې د ریپبلېکن گوند اکثریت دی.

وایټ هاوس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د عدالتي چارو کمېټۍ د فیصلې وغندنه وکړه.

د وایټ هاوس ترجمانې سټېفني گرېشم په یو بیان کې وویل د عدالتي کمېټۍ د پلټنو ډرامه په شرمناکه ډول سر ته ورسېده. هغې وویل صدر ټرمپ سره به په سنېټ کې منصفانه سلوک وشي او هغه احترام به ورکړي چې هاوس ورته د ورکولو نه انکار کړی دی.

صدر ټرمپ ویلي ډیموکرېټک پارټي د مواخذې اهمیت کموي.

صدر ټرمپ د جمعې په ورځ په وایټ کې خبریالانو ته وویل په کوم ډول چې ډیموکرېټک پارټي د مواخذې اختیار استعمالوي دا د ملک دپاره شرم دی.

د هاوس اف رېپرېزېنټېټېیوز په عدالتي چارو کمېټۍ کې د ریپبلېکن پارټۍ غړو کوښښ و چې د صدر ټرمپ خلاف د واک اختیار د ناجایز استعمال او د کانگرس د پلټنو د مخه نیولو الزامات ختم کړي، خو بریالي نشول.

په کانگرس کې د تیرو څو ورځو راهسې د مواخذې په مادو بحثونه شوې دي چې ځینې وختونو کې پکې د ډیموکرېټک او ریپبلېکن غوندونو غړي په یوبل سختې نیوکې هم وکړي.

د صدر ټرمپ خلاف د واک اختیار د ناجایز اسعتمال بنیاد هغه غوښتنه ده چې ډیموکرېټک پارټي وايي چې صدر ټرمپ د سږکال د جولايي په میاشت کې د یوکرېن ولادومېر زلنسکي نه کړې وه. ډیموکرټېک گوند وايي صدر ټرمپ د زلسنکي نه غوښتل چې هغه دې د یوکرېن د هغه کپمنۍ په اړه تحقیقات پېل کړي چې د پخواني نایب صدر جوبایډن زوی پکې کار کوي.

جوبایډن د کال ٢٠٢٠ په صدراتي انتخاباتو کې د ډیموکرېټک پارټۍ امیدوار او د صدر ټرمپ حریف دی.

د صدر ټرمپ د مواخذې په دویمه ماده کې ډیموکرېټک گوند وايي امریکايي صدر د مواخذې په اړه تحقیقاتو کې د کانگرس مخه نیولې وه او د حکومت یو شمېر مامورین یې په کانگرس کې دبیانونو ورکولو نه منع کړي وو.

صدر ټرمپ او د هغه ریپبلېکن گوند دغه الزامات روي.

ریپبلېکن گوند وايي صدر ټرمپ د سپټمبر په میاشت کې یوکرین ته هغه ٣٩١ میلېن ډالر پوځي امداد ورکړو چې په امریکايي صدر یې د ودرولو الزام لگول کېږي.

که چېرې د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز په ټول ایوان کې د مواخذې په اړه ووټونو اچول کېږي نو د امریکې په تاریخ کې به ډانلډ ټرمپ دریم صدر وي چې د دغه بهیر سره به مخامخ شي.

په نولسمه پېړۍ کې د اېنډریو جانسن او بیا د صدر بل کلنټن خلاف د کانگرس هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز ووټونو دلارې مواخذې منظورې ورکړې وه خو په سنېټ کې یې خلاف مواخذې ناکامه شوه او دواړه صدران په حکومت کې پاتې شول.