د امریکې د سفارتي کوښښونو وروسته کوسوو او سریبا متفق شوي چې د یوبل سره اقتصادي تعلقات بحال کړي. د دې ترڅنګ به کوسوو اسرایل د ریاست په توګه ومني او سربیا به په اسرایل کې خپل سفارت یروشلم ته منتقل کړي.
کوسوو په کال ۲۰۰۸ کې سریبا نه د ازادېدو اعلان کړی دی خو سربیا یې ازادي نه تسلموله.
د دواړو ملکونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د بحالېدو اعلان صدر ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې د کوسوو وزیراعظم عبدالله هوتي او د سربیا صدر الېکسېنډر فوتشیتش سره د ملاقاتونو وروسته وکړو.
صدر ټرمپ ووېل د دواړو ملکونو ترمنځ جنګ په مینه کې بدل شو.
سرب صدر د ډانلډ ټرمپ د کوښښونو ستاینه وکړه او هغه ته یې د سربیا د دورې بلنه وکړه.
د کوسوو وزیراعظم عبدالله هوتي سربیا سره د اقصادي تعلقاتو د بحالېدو معاهده لوی پرمختګ وبللو.
په وایت هاوس کې صدر ټرمپ سره د لیدو ورسته سرب صدر او د کوسوو وزیراعظم به د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو سره جدا جدا ملاقاتونه کوي.
کوسوو په یورپ کې د مسلمانانو د اکثریت ملک دی چې ازادۍ یې د امریکې په شمول د ملګرو ملتونو د ۱۰۰ نه زیاتو غړو تسلیم کړې ده. چین او روس کوسوو نه دی تسلیم کړی.
اسرایل د تسلیموولو د کوسوو د اعلان نه څو ورځې وړاندې متحده عرب اماراتو هم د امریکې د کوښښونو په نتیجه کې اسرایل سره سفارتي تعلقات قایم کړل چې د اردن او مصر نه پس اسلام تسلیموونکی در یم عرب ملک دی.
فلسطینیانو د یو ای ايي د ګام غندنه کړې ده خو د یو ای ايي ویلي اسرایل د تسلیموولو دلارې د فلسطینیانو په ځمکو د اسرایل د اباد کارۍ مخه نیول شوي ده.