امریکا: روس د اوکراین په بنیادي اسانتیاو حملې زیاتوي

د اوکراین صرد ودلادومېر زېلېسنکي هم ویلي وو چې د اوکراین د ازادۍ د ورځ سره سم د روس په حملو کې زیاتوالی کېدلی شي

امریکې د نهې، سه شنبې، په ورځ خبرداری وکړو چې روس په اینده ورځو کې د اوکراین په ملکي بنیادي اسانتیاو او حکومتي هدفونو حملې زیاتوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه دغه خبرداری په کییف کې د امریکې سفارتخانې جاري کړی. د دې وړاندې د اوکراین صرد ودلادومېر زېلېسنکي هم ویلي وو چې د اوکراین د ازادۍ د ورځ سره سم د روس په حملو کې زیاتوالی کېدلی شي.

امریکايي سفارت وویل روسي حملې په اوکراین کې د ملکي خلکو دپاره دوامداره خطر دی. سفارتخانې امریکايي شهریانو ته مشوره ورکړه چې که کولی شي نو اوکراین نه دې ووځي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ به روس نه د اوکراین د ازادۍ ۳۱ کله پوره شي او په هېواد د روس د یرغل شپږ میاشتې به وشي.

په روسي حملو کې د زیاتوالي د خبردارۍ ترڅنګ اوکراین د ازادۍ د ورځ دستورې منسوخ کړي دي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د اوکراین پوځ وویل روسي ځواکونو په ژاپوريژیا سيمه کې تازه د توپخانې او هوايي بمباري کړې ده چې له امله یې په سیمه کې د يورپ ترټول لوی اېټمي بجلي ګر د تحفظ په اړه تشویش راپارولی دی.

د اوکراین پوځ مشر د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په جنګ کې تر اوسه پورې د هېواد نهه زره عسکر وژل شوي دي.

متحده قومونو ویلي په اوکراین د روس د یرغل شروع کېدو راهسې په هېواد کې د ۵۵۰۰ نه زیات ملکي کسان وژل شوي او د ادارې د ماشومانو د خېرښېګړې ادارې ویلي د اوکراین په جنګ کې ۹۷۲ ماشومان وژأ شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای او د ای اېف پي، ای پي او رویټرز خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي