د خبريال ولي خان بابر وژونکو ته د مرگ سزا واورول شوه

ولایت بامیان تا چند روز دیگر مرکز فرهنگی کشور های سارک اعلام  می شود.

د پاکستان سندهـ صوبې د ترهگرۍ د مخ نيوي يو عدالت نن د خبريال ولي خان بابر د وژنې په کېس کې دوه ملزمانو ته د مرگ او څلورو نورو ته د عمربند سزا واوروله ، د مرگ سزا هغو دوه ملزمانو ته اورول شوې چې هغه لا په کېس کې مفروران دي .
د سنده صوبې د کندهـ کوټ په سيمه کې د ترهگرۍ د مخ نيوي يو عدالت دغه فېصله نن د خالي په ورځ واورله . فېصله کې کامران عرف ذيشان او فېصل موټا ته د مرگ سزا اورول شوې او هم دغه دواړه کسان مفروران دي ، او د عمر بند سزا فېصل نفسياتي ، نويد پولکا ، محمدعلي رضوي او شاه رخ عرف ماني ته اورول شوې ده ، او په کېس کې شکيل نومې کس بري شوی دی .

د ولي خان بابر ورور مرتضي بابر وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې په دغه فېصله د اطمنان څرگندونه وکړه او زياته يې کړه په داسې حالاتو کې چې په دغې کېس کې گواهان وژل شوي ، درې عدالتونه او شپږ سرکاري وکيلان بدل شوي ، او د يو وکيل د وژنې او درېؤ نورو تښتېدو ورسته مونږ دغې فېصلې ته لويه فېصله وايو .
خبريال ولي خان بابر چې د يو پاکستاني شخصي ټي وي چېنل خبريال ؤ د کال ۲۰۱۱م د جنورۍ په ۱۳م نېټه د کراچۍ په لياقت اباد سيمه کې هغه وخت په ډزو وژل شوی ؤ ، چې د ډيوټۍ نه بيرته کورته روان ؤ .
د ولي خان بابر د وژنې په کېس کې د تفتيش په مهال وخت په وخت د کېس سره تړلي شپږکسان ، چې پکې د کېس يو اشتهاري مفرور لياقت او د کېس يو وکيل نعمت علي رنداوا له دې وړاندې وژل شوي وو .
په نورو وژل شوؤ کسانو کې يو د کېس د تفتيشي پوليس افسر شفيق تنولي ورور ، دوه نور پوليس والا او دوه گواهان هم شامل وو .
د ولي خان بابر د وژنې په کېس کې د سندهـ حکومت لخوا سندهـ هايې کورټ ته خواست شوی ؤ ، چې په کراچۍ ښار کې د امنيت د خرابې وضعې او د کېس د گواهانو د تحفظ له کبله دې کېس بل کوم ځايې عدالت ته د منتقل کولو امر وکړی شي .
تېرکال د نومبر په مياشت کې د سنده هايې کورټ په امر دغه کېس د سندهـ صوبې داخلي سيمې کندهـ کوټ ته منتقل کړی شوی او نن په کندهـ کوټ کې د ترهگرۍ د مخ نيوي يو عدالت د کېس فېصله واوروله .