ډبلیو اېچ او: په تېره میاشت کې د کرونا وایرس کېسونه د وبا د لومړیو شپږو میاشتو نه زیات وو

ټیډروس اېدېوم ګېبرېیسس د جمعې په ورځ په جنیوا کې د ډبلیو اېچ او په مرکزي دفتر کې د معمول خبري غونډې ته وویل چې کرونا وایرس د بیا زیاتېدو له امله په يورپ او امریکا کې هسپتالونه او د صحت بیړني مرکزونه یا خو ډک شوي او يا په چټکیا د مريضانونه ډکیږي

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارکنایزېشن مشر ویلي په نړیواله کچه په تېره میاشت کې د کرونا وایرس کېسونه د وبا د لومړیو شپږو میاشتو نه زیات وو.

ټیډروس اېدېوم ګېبرېیسس د جمعې په ورځ په جنیوا کې د ډبلیو اېچ او په مرکزي دفتر کې د معمول خبري غونډې ته وویل چې کرونا وایرس د بیا زیاتېدو له امله په يورپ او امریکا کې هسپتالونه او د صحت بیړني مرکزونه یا خو ډک شوي او يا په چټکیا د مريضانونه ډکیږي.

د امریکې د جانز هاپکنز یونېورسټۍ ترمخه د کرونا وایرس د شروع کېدو نه تر اوسه پورې په نړیواله کچه ۵۷ مېلین کېسونه او یو اشاریه درې مېلین مرګونه رپورټ شوي دي.

د جمعې د ورځ پورې په یورپ کې د کرونا وایرس کېسونه د ۱۵ مېلین نه زیات شول. په هندوستان کې د کرونا کېسونو تعداد نهه مېلین ته ورسېدو او په مېکسیکو کې د کرونا وایرس د مرګونو تعداد ۱۰۰۰۰۰ ته ورسېدو.

د جانز هاپکنز یورنېورسټۍ ترمخه د امریکا، هندوستان او برازیل نه پس مېکسیکو څلورم ملک دی چې پکې د کرونا وایرس نه د خلکو د مړینې شمیر د یو لک نه زیات شوی دی.

په امریکا کې د کرونا وایرس د مریضانو شمېر، د جانزهاپکنز، ترمخه یولس اشاریه اووه ته رسېدلی او هره ورځ په ملک کې ۱۳۰۰ کسان د کرونا وایرس له امله مړه کېږي.

امریکايي دواسازې کمپنۍ فایزر او د دې جرمن همکارې کمپنۍ بایوټېک په بیړنۍ توګه د کرونا وایرس ضد وېکسین د ویشلو دپاره د امریکې فوډ اېنډ ډرک اېدمنسټرېشن اېجنسي، اېف ډي ای، نه اجازت غوښتی او ویلي یې دي چې د اجازت ورکړی کېدو څو ګنټې وروسته وېکسین مهیا کولی شي.

دواړو کمپنو ویلي ویکسین یې تر د ۹۵ فیصد پورې موثره دی.

د اېف ډي ای مشر اېلېکس از د جمعې په ورځ وویل اداره به یې په اینده څو هفتو کې د وېکسین په اړه فېصله وکړي.