د سیمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه

په دې تصویر کې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا صدر کېم یانگ اون لیدل کیږي

د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا د رهبر کېم جان اون ترمنځ که څه هم خبرې تایید شوې نه دي خو د کوریا په ټاپو باندې د اټومي بحران د حل په برخه کې یې هیلې راژوندۍ کړیدي.

د جنوبي کوریا د سېجان په انسټېټیوټ کې د شمالي کوریا یو څېړونکی چیانګ سیونګ چنګ وايي، اوس د تېر په پرتله ډیرې داسې تمې دي چې د شمالي کوریا د بې وسلې کېدو د بهیر په برخه کې به په چټکۍ سره پرمختګ وشي.

په هرصورت، د کوریا د ټاپو د بې وسلې کېدو لړۍ به پیچلې وي چې په کې به د ټولو ښکېلو غاړو څخه د پام وړ جوړجاړي ته اړتیا وي.

-------------

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د ګل یا دوشنبې په ورځ د چاد پلازمېنې انجمینا ته ورسېد، چېرې چی دی به د چاد له ولسمشر ادریس ډیبي سره وګوري.

د ورځې ناوخته به دغه امریکايي ډپلوماټ د نایجریا پایتخت ابوجا ته ولاړ شي او هلته به د نایجیریا له ولسمشر محمدوو بوهاري سره وویني.

ټیلرسن د یکشنبې په ورځ په کینیا کې خپل کاري مهال ویش وروسته له هاغې بدل کړ چې روغتیايي حالت یې نارامه شو.

نوموړي، په نایروبي کې د هغو کسانو په یاد جوړو شویو مراسمو ته د ګلو ګېډۍ هم وروړه کوم چې شل کاله وړاندې د امریکا په سفارت په یوې ترسره شوې ترهګریزه بمي چاودنه کې مړه او ژوبل شوي وو.

ټیلرسن په دغو مراسمو کې د جاش اکېنډو په نامه هغه تن هم په مېډال ونازوه چې د پیښې پرمهال د سفارت ساتونکی و، په پېښه کې یې دوه پښې ماتې شوې وې خو بیا یې هم په سفارت کې خپل کار ته دوام ورکړی وو.

------------

د ترکیې یوه الوتکه د یکشنبې په ورځ د ایران د جنوبي برخې د یو غړه په لمن کې غورځېدلې ده او ټول سپاره ۱۱ کسان په کې وژل شویدي.

د ایران د هوايي چلند د ادارې ویاند رضا جعفرزاده دولتي تلویزیون ته ویلي دي چې دوي دا تاییدوي چې د ترکیې دغه شخصي جټ الوتکه د تهران څخه ۳۷۰ کیلومټره جنوب ته د شهر خورد په نامه سیمه کې غورځېدلې ده.

د فارس په نامه نیمه دولتي رسنۍ راپور ورکوي چې یاده الوتکه له عربي متحده اماراتو څخه د ترکیې د استانبول ښار په لوري روانه وه.

------------

د چین او د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د ګډو پوځي تمرینونو پلان به په اسیا کې د سیالۍ په ګرم ډګر باندې ګواښونه راکم کړي.

په فیبرورۍ کې د جنوب ختیځې اسیا د لسو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې له چین سره د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې ددغو ګډو پوځي تمرینونو هرکلی شوی.

پېکنګ د چین د جنوب ختیځ سمندر (سوت چینا سي) د ۹۰ فیصدو دعوا کوي.

په ورته وخت کې برونای، مالیزیا، فلیپین او ویتنام هم د یاد سمندر د زیاتې برخې دعوا لري.

------------

د افغانستان لویدیځ کې د فراه سیمه ییزوچارواکو ویلي، د انار درې په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د چارواکو په وینا تر دې دمه د ولسوالۍ ودانۍ د طالبانو تر کنترول لاندې راغلې اوهڅه کوي چې په ولسوالۍ کې نورې امنیتي ودانۍ ونیسي خو د افغان امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي امریکا غږ ته وویل، چې په جګړه کې اته افغان ځواکونه وژل شوي او لس نور ژوبل دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ویلي چې وسلوالو یې دغه ولسوالۍ نیولې ده او ادعا کوي چې په دغې جګړه کې یې ۱۵ افغان سرتیري وژلي دي.