د پولیو نړیواله ورځ او په پاکستان او افغانستان کې د پولیو صورتحال

په پاکستان کې پولیو د مخنیوي د پروګرام مشر ډاکټر شهزاد بېګ په پاکستان کې د پولیو د موجودګۍ ذمه واري د امن او امان په خراب صورتحال، د خلکو د تګ راتګ په طور طرېقو، د پولیو د کارکونکو په ویرول کېدو، د پولیو په وېکسین د خلکو په عدم اعتماد اچوي.

د اکتوبر د میاشت 24 نېټه په نړیواله کچه د "ورلډ پولیو ډی" یا د پولیو ورځ لمانځل کېږي په دغه ورځ به افغانستان کې ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسین ورکولو کېمپېن سر ته رسېږي خو پاکستان به په ورځ کېمپېن شروع کوي.

پاکستان او افغانستان د دنیا یوازني ملکونه دي چې پولیو پکې اوس موجودګي لري.

پاکستان

د سږ کال د اپرېل د میاشت راهسې په پاکستان کې د پولیو 20 ناروغان رپورټ شوي دي چې 17 پکې په شمالي وزیرستان کې دي. درې نور د پولیو کېسونه د پاکستان د نورو برخو نه رپورټ شوي دي.

په پاکستان کې پولیو د مخنیوي د پروګرام مشر ډاکټر شهزاد بېګ په پاکستان کې د پولیو د موجودګۍ ذمه واري د امن او امان په خراب صورتحال، د خلکو د تګ راتګ په طور طرېقو، د پولیو د کارکونکو په ویرول کېدو، د پولیو په وېکسین د خلکو په عدم اعتماد اچوي. هغه وايي دا خبره نه یقيني کېږي چې هر ماشوم ته دې د پولیو ضد وېکسین ورکړی شي.

ډاکټر بېګ وايي ځینې خلک دا یقنین نه لري چې وېکسین یې د ماشومانو دپاره محفوظ دی او ځینې خلک ګڼي چې حکومت په زور ماشومانو ته وېکسین ورکوي او په دې کې څه بهرنۍ خفیه اېجنډه ده.

د وي او ای رپورټ وايي که څه هم په پاکستان کې د لسیزو راهسې د پولیو ضد کېمېپېنونه چلول کېږي خو ګڼ شمېر خلک ګمان کوي چې د پولیو وېکسین ماشومان د بچو زېږولو د صلاحیت نه محرومه کوي او په وېکسن کې د خېزیر اجزا شامل دي چې په اسلام کې حرام دي.

د رپورټ ترمخه په 2019 کې دا ګنګوسه خپره شوه چې د پولیو وېکسین ماشومان ناروغه کړي دي. د دې نتیجه دا وه چې په دغه کال په پاکستان کې د پولیو 149 کېسونه رپورټ شول، چې د 2018 نه زیات وو.

په افغانستان کې د تر اوسه د پولیو دوه کېسونه رپورټ شوي دي.د متحده قومونو د صحت اداره ورلډ هېلت ارګنایزېشن وايي د افغانستان په تاریخ کې دا د پولیو تر ټولو کمه شمېره ده

ډاکټر بېګ وايي په ځینو موقعو خو خلک حکومت نه د خپلو مطالبو منلو دپاره د پولیو وېکسین استعمالوي، وايي ماشومانو ته به هله وېکسین ورکوي که حکومت ورته سړک او یا پول جوړ کړي او یا يې کلي مالت ته بجلي ورکړي.

په ځینو علاقو کې سړي کورونو ته نشي ورتللی او ځینو علاقو کې د پولیو ښځينه کارکوونکو ته اجازت نه ورکړی کېږی.

ډاکټر بېګ وي او ای ته وویل په پخوانیو قبایلي علاقو کې د ښځینه کارکونکو شمېره د یو فیصد نه هم کمه ده.

د پولیو ضد ښځینه کارکونکي سایره عابد د شمالي وزیرستان ده، وي او ای ته وايي زړه يې ماتېږي چې په پاکستان کې د پولیو زیاتره ناروغان د هغې په پلرني کلي کي دي. هغې په 2015 کې پېښور نه د پولیو کارکونکو په حېث کار شروع کړی دی.

سایره وايي په پېښور کې کار کولو ورته اسان دي خو په شمالي وزیرستان کې ځان محفوظ نه محسوسوي.

د جون په میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د پولیو درې کارکونکو ووژل شوو.

په پاکستان کې د پولیو په ټېمونو وسله والو یو شمېر حملې کړي دي. وسله وال ماشومانو ته د پولیو وېکسین مغربي اېجنډا ګڼي او د پولیو په کارکونکو مغربي ملکونو دپاره د جاسوسۍ الزام هم پورې کوي.

افغانستان

په افغانستان کې هم د پولیو د کارکونکو تحفظ یوه مسله ده. د فېبرورۍ په میاشت کې په مختلفو حملو کې په افغانستان کې د پولیو اته کارکونکي ووژل شوو.

په افغانستان کې د تر اوسه د پولیو دوه کېسونه رپورټ شوي دي.

د متحده قومونو د صحت اداره ورلډ هېلت ارګنایزېشن وايي د افغانستان په تاریخ کې دا د پولیو تر ټولو کمه شمېره ده.

د متحده قومونو د ماشومانو د خېر ښېګړې ادارې یونېسېف په افغانستان کې ترجمان کمال شاه سید وي او ای ته د دې کال په شروع کې وویل که په افغانستان کې 95 فیصد ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکې ورکړی شي نو د 2022 تر اخېره د پولیو وایرس د ګردش مخه نیول کېدلی شي.

د اګست په میاشت کې په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس طالبانو لوظ کړی چې د پولیو د کېمپېن ملاتړ به کوي خو د دې نه مخکې يې درې کاله د خپلې ولکې لاندې سیمو کې په پولیو کېمپېن پابندي لګولې وه.

د 2021 د نومبر د میاشت راهسې په افغانستان کې د پولیو ضد اووه کېمپېنونه چلول شوي دي.

د پولیو نړیواله ورځ

د پولیو په نړیواله ورځ به په افغانستان کې د پولیو ضد تازه کېمپېن سره ته ورسېږي او په پاکستان کې به په ورځ بل کېمپېن شروع شي.

ډبلیو اېچ او د اګست په میاشت کې وویل چې د افغانستان په 3.6 مېلین ماشومانو کې د هغو ماشومانو شمېره اشاریه اووه مېلین ته راټیټه شوي ده چې وېکسین ورته نشي رسوول کېدی.

د امریکې د ناروغو د مخینوي اداره سي ډي سي وايي د دې باوجود چې په پاکستان کې وخت په وخت د پولیو ضد کېمپېنونه کېږي هر کال د څلور لکو نه زیات ماشومانو د وېکسین نه محرومه پاتې کېږي.

د پاکستان د پولیو د مخنیوي پروګرام ډاکټر بېګ وايي د اوړي په موسم کې سېلابونو حالات نور هم خراب کړي او په ناصفا ماحول کې د پولیو وایرس د خپرېدو خطر نور هم زیات شوی. هغه زیاته کړه چې سېلاب ځپلي چې د حکومت د امدادي هلو ځلو نه مطمین نه دي، خپلو بچو ته د پولیو وېکسین نه انکار کولی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې ساره زمان د رپورټ نه اخیستل شوي دي