یونیسف ویلي دي چې په پاکستان کې د تاریخي سیلابونو د یو کال تیریدو وروسته هم په میلینونو ماشومان لا بنیادي ضرورتونو ته اړتیا لري. یونیسف ویلي، په سیمه کې راغلو وروستیو سیلابونو يې ستونزې نورې هم زیاتې کړی دي. تفصيل د ارباب محمود علي په رپورټ کې:
پاکستاني څیړونکي ګڼي چې په افغانستان کې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني بیان په حقیقتونو نه دی ولاړ دوي وايي، که حقاني د پاکستان نه غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات وکړي نو ایا دوي په خپله افغانستان کې د مخالفينو سره خبرې کوي. تفصیل د ارباب محمود علي په رپورټ کې.
طالبان د خپلو تګلارو دفاع کوي. د واکمنۍ د دویمې کليزې په مناسبت رسمي بیان کې طالبانو د اګست ۱۵ د فتحې ورځ وبلله. د سماجي رابطې په اېکس نومې پاڼې چې پخوا ټوېټر و طالبانو په خپل بیان کې وویل په افغانستان کې اوس "اسلامي نظام حاکم دی، هره خبره د شریعت له زاويې څخه مطرح کېږي..."
د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن امنیت شورا ته خپله وینا کې په نړیوالې ولږې باندې په اوکراین د روس د یرغل د اغېزو یادونه کړې. بلخوا روس ویلي، د اوکراین په اړه د سعودي عرب په غونډه کې برخه نه اخلي. تفصيل د ارباب محمودعلي په رپورټ کې.
پاکستان یو ځل بیا ویلي که افغان طالبان ګامونه نه پورته کوي نو پاکستان د خپلې دفاع د پاره په افغانستان کې د ټي ټي پي خلاف د پوځي ګامونو اخېستلو حق لري. طالبانو د پاکستان وروستي بیان ته غبرګون نه دی څرګند کړی خو وړاندی يې ویلي چې د خپلې خاورې دفاع به کوي.
د امریکا پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ له ځان سره په غیرقانوني توګه د خفیه معلوماتو په ساتلو او په دې برخه کې د ګډوډۍ په هلو ځلو تورن شوی
په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو پرضد د برېدونو له زیاتېدو سره افغان کډوال هم له اندېښنو سره مخ دي په پاکستان کې د دې میاشتې له پیل څخه د امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي او پاکستاني چارواکي د دې بریدونو تورونه په افغانانو لګوي. افغانان وېرېږي چې د دغو تورونو له امله به د دوی پرضد هم عملیات وشي.
د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن راتلونکې هفته ټونګه، نیوزيلینډ او اسټریلیا ته سفر کوي. دې به د ټونګه سرښار نیوکو الوفه کې د امریکې د سفارت پرانسته کوي. دا د امریکې د هغو هڅو برخه ده چې غواړي په سیمه کې د چین د اثر رسوخ او فشار د مخنیوي د پاره دغلته سفارتي شتون زیات کړي.
د اسرایلو صدر امریکا ته د سفر پر وخت له واشنګټن سره د تاوتریخوالي د کمولو هڅه کړې د اسرایلو صدر ايساق هرزوګ له امریکې څخه د خپل سفر په وخت هڅه کړې چې د اسرایل له ملاتړي واشنګټن سره، چېرې چې د وزیر اعظم نتن یاهو تګلاره له نیوکو سره مخ ده، تاوتریخوالی راکم کړي.
امریکا او چین د نړېوالې تودوخې په برخه کې د همکاریو په سر خبرې کړي دي د موسمي بدلون د پاره د امریکا صدارتي استازي جان کیري په بیجنګ کې د چينایي چارواکو سره، د نړيوالې تودوخې د مخنیوي په چارو کې د همکارۍ په اړه خبرې کړي.
صدر جوبایډن د فېنلېنډ له سفر سره خپل د یورپ دوره پای ته رسولې. دوي د نیټو د نویو غړو او د شمالي اروپا له مشرانو سره په داسې حال کې ليدلی دي چې د اوکراین شخړې د اروپا راتلونکې اغیزمنه کړې ده. د وایټ هاوس د پاره د وي او اې د بیورو چيف پیټسي ویده کوسواره رپورټ ارباب محمود علي وړاندی کوي.
چين او پاکستان دا اونۍ د ګلوبل بېلټ اینډ روډ منصوبې لاندی د اقتصادي همکارۍ لسيزه لمانځي. د چارواکو ترمخه په پاکستان کې چينايي وګړو ته د ترهګرو لخوا د زیاتیدونکو خطرو او د پور د واپسۍ په اړه اختلافات دوه داسې غټې وجې دي چې د ترقۍ د دې شریکې منصوبې بنیادي اډانې او پرمختګ ته زیان رسولی شي.
د بشري حقونو بېلابیلو ډلو او فعالانو د طالبانو د خوا د ښځو د سېنګارتونونو د تړلو حکم غندلی او هغه يې خپله د طالبانو د ژمنو خلاف کار بللی دی. طالبانو ویلي دا ګام يې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د امر په اساس کړی دی. د طالبانو دې کار ته څه ډول غبرګونونه ښودل شوي؟
په اقتصادي توګه د دیوالیه کیدلو په درشل ولاړ پاکستان د آی ایم ایف نه د لنډې مودې له پاره د درې بلینه ډالره پور په اخېستلو کې بریالی شوی. آی ایم ایف ویلی، د دې قرض حتمي منظوري به د جولای په میاشت کې د آی ایم ایف بورډ ورکوي.
د امریکا سترې محکمې یا سپریم کورټ فیصله کړې چې په کالجونو او پوهنتونونو کې د داخلې په وخت د یو زده کونکي نېژاد یا توکم ته باید پام ونشي. د زیارت په ورځ د دې اعلان شوې فیصلې مقصد د امریکې په لوړو زدکړو کې تنوع سیوا کول دي. دې فیصلې د لسیزو راهیسې روانه پالیسي ختمه کړی ده.
د روس صدر ولاديمير پوتین ویګنر ډلې ته خبردارې ورکړی چې پوځي بغاوت غداري ده او څوک چې د روس خلاف وسله راپورته کړي، هغه ته به سزا ورکول کېږي. د ویګنر ډلې مشر پریکوزېن وايي، د روس پوځي مشرتابه صدر پوتین او ولس ته دروغ ویلی دي. امریکا او اروپايي ملکونو ویلی دي چې د حالاتو کلکه څارنه کوي.
امریکې او هند له پاکستانه د ترهګرو خلاف د کوټلو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړی او ویلي پاکستان دې دا یقيني کړي چې ترهګر يې خاوره د بریدونه لپاره نه کاروي. د امریکې په سفر راغلي مودي له بایډن سره د لیدلو پر وخت د دواړو هیوادونو ترمنځ په یو شمېر چارو کې د همکارۍ زیاتولو ژمنې وکړې.
امریکا: د انټرنېټي سکېم (ټګۍ) له کبله په جبري کارونو کې د خلکو ایسارول زیات شوي او هلکان او ځوانان د بشري قاچاق له زیات ګواښ سره مخ دي. دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د انساني قاچاقو په اړه په خپور شوي کلني راپور راغلې.
د امریکې په فلوریډا ریاست کې وفاقي ګرینډ جیوري د وایټ هاوس د پریښودلو وروسته په ناسمه ډول د حساسو حکومتي دستاویزاتو د کارولو په تورونو پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ تورن بللی دی. دا یو غیرمعمولي پرمختګ دی. د امریکا په تاریخ کې په لومړي ځل یو پخوانی صدر په وفاقي تورونو تورن شوی دی.
د امریکا صدر جوبایډن د جمعې په ورځ د Fiscal responsibilities ایکټ یا د اقتصادي ذمه واریو په قانون خبرې کړې دي. د امریکې په معاشي توګه د تباه کونکې دیوالیه کېدلو نه د ساتلو او د حکومت د پور اخېستلو حد د ځنډولو په اړه دا قانون دواړو ګوندونو د ګرانو خبرو اترو وروستو ترلاسه کړی دی.
نور کتل