لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د اګست ۱۵ د بریا ورځ او د قدغنونو ښکار افغان مېرمنو بده ورځ وبلله


د کال ۲۰۲۳ د اګست په ۱۵ نېټه په لندن کې ښځې په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ خلاف احتجاج کويږ تصویر د ای پي خبري ادارې دی
د کال ۲۰۲۳ د اګست په ۱۵ نېټه په لندن کې ښځې په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ خلاف احتجاج کويږ تصویر د ای پي خبري ادارې دی

طالبانو په افغانستان کې پنځلسم اګست د بریا د ورځ په څېر ولمانځله خو د قدغنونو ښکار افغان مېرمنو دغه نېټه بده ورځ وبلله او د متحده قومونو د انساني حقونو چارواکو د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو او د انساني حقونو په صورتحال تشویش څرګند کړو.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست امیر خان متقي د اګست د ۱۵ نېټې په مناسبت یوې دستورې ته وویل د رای مخالفت کیدلی شي خو نړۍ په افغانستان کې نور د مخالفه وسله والو ملاتړ نه کوي.

که څه هم طالبان د خپلو لاس ته راوړنواو د افغانستان په پخوانیو واکدارانو د نیوکو ترڅنګ خپل د فتحې ورځ ولمانځله خو د تعليم نه محرومه کړی شویو افغان میرمنو د اګست ۱۵ یوه بده ورځ وبلله.

افغان مېرمن حسنا وویل فکر يې نه کولو چې طالبان بیا واکمن شي خو چې کله راهسې يې واک ترلاسه کړی دی ښځي د بندیزونو او ستونزو سره مخامخ کېږي. "د طالبانو د بري ورځ د افغانستان د ولس د پاره تر ټولو بده ورځ ده."

د کال دوه زره شلم د فرورۍ په میاشت کې د امریکې او د طالبانو د دوحه تړون وروستو ویلی کیدل چې طالبان بدل شوي او دوي به د تعليم په ګډون د بشري حقونو پالنه کوي.

خو د متحده قامونو ترمخه په تیرو دوو کالو کې طالبانو په ښځو د بندیزونو پنځوست حکمونه خپاره کړي دي. په جینکو د لوړو زدکړو، د کار روزګار او تګ راتګ قدغنونه په دغو بندیزونو کې شامل دي.

د بې پولې خبریالانو تنظيم په یو وروستونی څیړنه کې ویلي دي چې نیزدی اتیا في صده ښځينه خبریالانو د طالبانو د ویرې دلاسه خپله دنده پريښودلی ده.

د متحده قامونو د بشري حقونو کمیشنرې والکر ترک ویلی دي چې د نړیوال قانون د لاندې د یو هیواد په حیث د توپير له پرته د ولس حقونو ته احترام، د دې ساتنه او د دې پرمختګ د افغانستان ذمه واري ده.

د متحده قامونو د بشري حقونو د ادارې ویانده ایلزبت تروسېل وايي "مونږ د بشري حقونو او په خاصه توګه په ښځو او جینکو د لګولی شوي انتهايي بندیزونو په اړه انديښمند یو. د واک ترلاسه کولو راهسې پرله پسې د امتیازي فرمانونو له وجې تعليم او کار روزګار ته د دوي لاس رسي، په ازادۍ سره د تګ راتګ او د دوي ولسي ژوند له منځه تللی دی."

طالبانو ویلي دوي مخالفت نه کوي خو هرڅه د اسلامي شریعت او دافغان کلتور په رڼا کې کول غواړي.

د ماسکو فارمیټ وروستونۍ غونډه کې طالبانو ته د ګډونه بلنه نه وه ورکړی شوی. د روس خارجه وزیر سرګۍ لاروف ویلي وو طالبان چې کومې ژمنې کړې وې هرڅه د هغې مخالف کوي.

نړۍ غوښتنې کوي چې طالبان دی ټول شموله حکومت جوړ کړي. څیړونکي وايي وړومبې طالبانو دا خبره منله خو بیا وروستو يي ویل د طالبانو حکومت ټول شموله دی.

د چین خارجه وزارت ویلي دي چې د نړۍ د مخالفه ګامونو او مداخلت په وجه په افغانستان کې ناکلاري رامخې ته شوی ده او باید نړۍ دې افغانستان کې تر ټولو اول بشري مرستو ته پام وکړي.

د امریکې د خارجه وزارت ویاند ویدانت پټیل ویلي چې امریکه داسې افغانستان غواړي چې پرامنه وي، د ګاونډیانو سره په سوله کې وي او په خپلو پښو ودریږي.

د امریکا د خارجه وزارت ویاندویدانت پټېل ویلي د بشري مرستو په بنياد امریکا، افغانستان ته تر ټولو زياتې مرستې ورکوونکی هېواد دی، او امریکا د اګست 2021 وروسته افغانستان ته د ژوند ژغورنې د څيزونو د مرستو په لړ کې يو اعشاريه نهه اربه ډالره مرستې ورکړي دي.

تر دې دمه نړۍ د طالبانو واک په رسمیت نه دی پیژندلی او د امریکا په شمول متحده قامونه او نور هیوادونه غواړي طالبان دې د بشري حقونو او په خاص توګه د ښځو د تعليم او نورو حقونو یقيني کولو د پاره په خپلو ژمنو عمل یقيني کړي.

طالبان د خپلو تګلارو دفاع کوي. د واکمنۍ د دویمې کليزې په مناسبت رسمي بیان کې طالبانو د اګست ۱۵ د فتحې ورځ وبلله. د سماجي رابطې په اېکس نومې پاڼې چې پخوا ټوېټر و طالبانو په خپل بیان کې وویل په افغانستان کې اوس "اسلامي نظام حاکم دی، هره خبره د شریعت له زاويې څخه مطرح کېږي..."

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG