طالبانو په افغانستان کې پنځلسم اګست د بریا د ورځ په څېر ولمانځله خو د قدغنونو ښکار افغان مېرمنو دغه نېټه بده ورځ وبلله. تفصيل د ارباب محمود علي په رپورټ کې:
افغانه خبریاله نرګس ابراهیمي د طالبانو بیا واکمنېدو ورستو، امرېکا ته راغلې او د تېرو ۲ کالو نه په امریکا کې د خپلې کورنۍ سره د نوي ژوند شروع کولو کوشش کوي. نرګس وايي په یوه نوي ملک کې له سره ژوند شروع کول اسان نه وو خو د ځینې خلکو مرستو ورله ډاډ ورکړ. تفصیل د ثمینه احسن په رپوټ کې:
طالبان د خپلو تګلارو دفاع کوي. د واکمنۍ د دویمې کليزې په مناسبت رسمي بیان کې طالبانو د اګست ۱۵ د فتحې ورځ وبلله. د سماجي رابطې په اېکس نومې پاڼې چې پخوا ټوېټر و طالبانو په خپل بیان کې وویل په افغانستان کې اوس "اسلامي نظام حاکم دی، هره خبره د شریعت له زاويې څخه مطرح کېږي..."
افغانې خبريالانې وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره کېدو وروسته هم دوی په مطبوعاتو کې د محدوديتونو او توپيري چلن سره مخ دي. دوی وايي د دې له سؤبه يې په مسلکي خدماتو ډېرې بدې اغېزې شوي. تفصيل د عبدالرزاق په رپورټ کې
د څيړونکو په وينا، په اوله کې د پاکستان پوهانو او خبريالانو ګڼله چې افغان طالبان به د پاکستان په ګټه تماميږي او چې کومې تمې ترې پاکستان لري نو هغه به هم پوره شي خو داسې ونه شوه او دا ټولې خبرې د دې برعکس وختې.
څېړونکي وايي په اول کې د پاکستان پوهانو او خبريالانو ګڼله چې د افغان طالبانو واک به د پاکستان په ګټه تمامېږي او چې کومې تمې پاکستان ترې لري هغه به هم پوره شي خو داسې ونه شوه او دا ټولې خبرې د دې اپوټه وختلې. تفصيل د فريد شينواري په رپوټ کې
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو وروسته اسلام اباد ته راغلو افغانانو احتجاجي مظاهرې کړي او ويلي يې دي ننۍ ورځ 15م اګست د تورې ورځې په توګه نمانځي. په 15م اګست 2021م طالبان په افغانستان واکمن شوي وو.
طالبانو د افغانستان په واک اختیار او میډیا باندې خپل کنټرول دوامداره ساتلی دی. ځیني صحافیان د دې دپاره چې د خپلې کورنۍ خرچه پوره کړي، د ټیکسي چلولو او داسې نورو کارونو پلو ته تللي. د وایس اف امریکه اشنا ټي وي خبریال بيژن همدرد راپور د اشفاق مومند په غږ کې:
د بشري حقونو نړیوال تنظیم د ښځو د څانګې مشره هېدر بار وايي د طالبانو لخوا د ښځو د حقونو په سرغړونو د نړۍ لخوا کوم کوټلی غبرګون نه لیدل کیږي او نه کوم عملي ګام اخستل کیږي. هېدر بار زیاتوي د نړۍ اکثره مشران سړي دي نو ځکه د ښځو ستونزو ته د نورو مسلو په شان پام نه ګرځوي. بهشته تلاش ورسره مرکه کړې ده:
افغانې ښځينه خبريالانې وايي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره کېدو وروسته هم دوی په رسنيز ډګر کې د محدوديتونو او توپيري چلند سره مخ دي، په مسلکي دندو یې بدې اغېزې پرېوځي.
په افغانستان کې د طالبانو په واک کې راتلو دوه کاله پوره شو. امریکا ویلي، "داسې افغانستان غواړي چې پرامنه وي، د ګاونډيانو سره په سوله کې وي، په خپلو پښو ودریږي".
د امریکا څیړنیزې ادارې کونسل ان فارن ریلېشنز کې د ښځو او خارجه پالیسۍ کارکونکې لېنډا رابنسن وي او ای ډیوه ته په یوه ځانګړې مرکه ویلي، افغان طالبان باېد افغان ښځو ته پوره ټولنیز، سیاسي او اقتصادي حقونه ورکړي. مېرمن لېنډا زیاتوي په تیرو دوو کالو کې د افغان مېرمنو تر څنګ ټول افغانان اغیزمن شوي.
نور کتل
No media source currently available