لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د طالبانو دوه کلنۍ واکمني، امریکا وايي پرامنه افغانستان غواړي


طالبان دوه کاله وړاندې په 15م اګست 2021 په افغانستان واکمن شوي او له دغې وروسته یې د ښځو پر حقونو او ازادۍ پراخ لګولي دي
طالبان دوه کاله وړاندې په 15م اګست 2021 په افغانستان واکمن شوي او له دغې وروسته یې د ښځو پر حقونو او ازادۍ پراخ لګولي دي

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې راتلو دوه کاله پوره شو. امریکا ویلي، "داسې افغانستان غواړي چې پرامنه وي، د ګاونډيانو سره په سوله کې وي، په خپلو پښو ودریږي".

د افغانستان په حواله دغه څرګندونې د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند مېتهيو ميلر د ګل په ورځ په خبري غونډه کې کړي دي.

نوموړي د افغانستان په حواله شوې يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، "د افغانستان دپاره د امريکا پاليسي په دې ده چې د افغان ولس مرستې وشي. او د افغان ولس د موجوده بشري او اقتصادي بحران څخه ويستل زمونږ لومړيتوب دی".

هغه زياته کړې، "د بشري مرستو په بنياد امریکا، افغانستان ته تر ټولو زياتې مرستې ورکوونکی هېواد دی، او امریکا د اګست 2021 وروسته افغانستان ته د ژوند ژغورنې د څيزونو دد مرستو په لړ کې يو اعشاريه نهه اربه ډالره مرستې ورکړي دي".

طالبان دوه کاله وړاندې په 15م اګست 2021 په افغانستان واکمن شوي او له دغې وروسته یې د ښځو پر حقونو او ازادۍ پراخ لګولي دي.

د طالبانو په واکمنۍ کې په افغان ښځو او جينکو ډېر بنديزونه لګول شوي او په نړيواله کچه د سختو نيوکو سره مخ دي.

امریکا، ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو د طالبانو نه وار په وار غوښتي چې د جينکو په تعلیم او ښځو په کار لګولي بنديزونه لري کړي.

تېر کال د دسمبر په میاشت کې چې طالبانو د جينکو پوهنتونونو په تلو بندیز لګولی امریکا یې دغه پرېکړه غندلې او ويلي وو، "طالبان د هغې پورې تمه نه شي لرلی چې نړۍ يې په رسميت وپېژني څو پورې چې يې په افغانستان کې د ټولو حقونو ته درناوی نه وي لرلی او دا پرېکړه به د طالبانو دپاره ډېرې سختې نتيجې ولري".

د روان کال جنورۍ په میاشت کې د اسلامي همکارۍ تنظيم [او آی سي] په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په هغه پرېکړه مايوسي څرګنده کړې چې جينکۍ يې د کانکور د ازموينې څخه منع کړې وې.

او آی سي په اېکس يا پخواني ټویټر ويلي وو، په افغانستان کې واکمنو طالبانو دا بندېز په وروستيو کې د او آی سي لخوا د افغانستان د تازه پرمختګونو په اړه د شوې بېړنۍ غونډې وروسته لګول شوی دی.

د غونډې وروسته د واکمنو طالبانو څخه غوښتنه شوې وه، هڅې دې وکړي چې د جينکو دپاره سکولونه او پوهنتونونه پرانيزي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو څخه په نړيواله کچه د ټولشموله حکومت، د ښځو او جينکو په تعلیم او کار ځايونو ته په تګ د بنديز ختمولو سره د بشري حقونو په ځای کولو او د دوحې تړون په پوره ډول عملي کولو غوښتنې کیږي.

د پاکستان په شمول، تر اوسه د نړۍ هېڅ کوم ملک په افغانستان کې د طالبانو واک په رسميت نه دی پېژندلی.

طالبانو په افغانستان د خپلې دوه کلنې واکمنۍ په پوره کېدو جاري کړي بیان کې ويلي په افغانستان کې سرتاسري امنيت دی او د طالبانو مشران ژمن دي چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د خپل ملت خدمت وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG