د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د کال 2024 د عامو انتخاباتو پر مهال د امنیت ټینګ ساتلو لپاره د پولنګ سټېشنونو څخه بهر د پوځ د ګمارلو خبر ورکړی
امریکا او ملګرو ملتونو په پاکستان او ايران زور اچولی چې دواړه هېوادونه دې د يو بل پر ضد د فضايي بريدونو وروسته د تاوتریخوالي کې له زیاتوالي نه ډډه وکړي تفصيل د ارشد حسېن په رپورټ کې
د ايران سرکاري رسنيو وېلي وو چې ایراني ځواکونو د پاکستان په خاوره د جېش العدل نومې وسله والې ډلې پر دوو مرکزونو د ډرون او ميزاېلو بريدونه کړي دي.
د بشري حقونو، لادرکه کسانو او لږکيو د حقونو تنظيمونه وايي، د تېر کال په پرتله په 2023 کال کې د بشري حقونو په سرغړونو کې کمې نه دی راغلی تفصیل د اسلام اباد نه د ارشد حسېن په دې وېډيو رپورټ کې
اقتصاد پوهان وايي د ګرانۍ، مالياتي بحران او د پورونو د دروند بار سره د مخ هېواد پاکستان اقتصاد ته ورپېښې ننګونې لا ختمې نه دي دا په داسې حال کې چې نړيواله مالياتي اداره یا ايي اېم اېف او د پاکستان حکومت د هېواد په اقتصادي وضعیت کې د پرمختګ او استحکام دعوې کوي.
د پاکستان په برني ايوان سنېټ کې د بېلابېلو سياسي ګوندونو استازو په دې اړه د بلوچستان په چمن ښار کې له روان احتجاجي پرلت سره ملاتړ ښودلې. تفصيل د ارشد حسېن په رپورټ کې.
د اسلام اباد هاى کورټ جج جسټس محسن اختر کياني وېنا وه چې د بلوچ طالب علمانو د کمېشن د سپارښتنو ترمخه 55 لا درکه بلوچ زده کونکي دې عدالت ته پېش کړي شي ګني بيا دې نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ پېش شي. جج وویل حکومت ته اووه ورځې وخت ورکوي او باید چې د کمېشن په سپارښتنو عمل وشي
نور کتل