لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین بیا له پاکستان څخه د خپلو وګړو د خوندیتوب غوښتنه تکرار کړې ده


په نږدې ورځو کې چینايي او پاکستاني ځواکونو په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد مشترکه مشقونه هم کړي دي
په نږدې ورځو کې چینايي او پاکستاني ځواکونو په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد مشترکه مشقونه هم کړي دي

چين يو ځل بيا د پاکستان څخه غوښتنه کړې ده چې د چينايي وګړو د حفاظت لپاره دې باوري ګامونه پورته کړي.

په کراچۍ کې د چين کونسل جنرل يانګ يوندوګ يوې دستورې په وینا کې ويلي هیله لري چې اسلام اباد به په دې لړ کې عملي ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د چينايي پوځ د لوړ پوړو جرنيلانو يوه ډله هم د پاکستان په سفر ده او څېړونکي وايي داسې ښکاري چې چين او پاکستان د ترهګرۍ ضد د همکارۍ سېوا کولو لپاره په يو مېکانېزم کار کوي.

يانګ يوندوګ د نومبر په 28 د سېند صوبې سرښار کراچۍ کې يوې دستورې په وېنا کې ویلي، چې په پاکستان کې په چينايي وګړو شويو حملو کې دې د ککړو کسانو خلاف اقدام وشي.

هغه وویل چې په دې لړ کې يې د پاکستان حکومت او امنیتي چارواکو سره خبرې دوامداره ساتلي دي او هیله ده چې اسلام اباد به په دې اړه عملي ګامونه پورته کړي.

د روان کال د اکتوبر په 6مه د کراچۍ د نړیوال ایر پورټ سره نزدې د چينایانو په قافله برید شوی ؤ چې په کې د دوو چينايي انجنيرانو په ګډون درې کسان وژل شوي وو.

د ددغه برید پړه بلوچ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي په غاړه اخیستې وه.

چين دغه ترهګریز برید اندېښمن کړی او په پرله پسې ډول د چين لوړ پوړي چارواکي د پاکستان د حکومت څخه چينايي وګړو ته د تحفظ ورکولوغوښتنې کوي.

د چين کونسل جنرل دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د ورځپاڼې ډان ترمخه دا وخت د چينايي پوځ د اعلا جرنيلانو يوه ډله د پاکستان په سفر بوخته ده.

د پاکستان د پوځ د ویاندې ادارې آي اېس پي ار لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې چينايي جرنېلانو د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير سره ليدنه کې اړونده خوښۍ په چارو، د سیمه یيزه امنیت په معاملو او د ترهګرۍ د مخنیوي په چاروخبرې کړې دي.

د امنیتي چارو کارپوهه اسد الله خان وايي د ترهګرۍ ضد د پاکستان او چين همکاري ضروري ده.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې ښاغلي خان وویل "د چينايي جرنېلانو چې کوم دا اوسنۍ سفر دی، او ورسره د پاکستان او چین ځواکونو مشترکه پوځي مشقونه هم کړي دي نو دا ښیي چې د پاکستان او چين ترمنځ بد اعتمادي کمه شوې ده، دواړه یو بل ته نزدې کیږي او د ترهګرۍ ضد د همکارۍ يو مېکانېزم تياروي."

د چين قونسل جنرل يانګ يوندوګ زياته کړې ده چې د پاکستان او چين تعلقات تاريخي او سټراټيجکي اهمیت لري او په چينايي وګړو حملې د دواړو ملکونو په يو بل اعتماد نه متاثره کوي.

دا لومړۍ ځل نه دی چې د چين او پاکستان ترمنځ ګيلې مانې مېډيا ته په ډاګه کړل کېږي، له دې مخکې هم په پاکستان کې د چين سفير تېره میاشت اسلام اباد کې يوې غونډې ته په ښکاره ویلي وو دا ورته د منلو وړ نه ده چې په شپږو میاشتو کې په چينايي وګړو دوه ځله حملې کېږي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن


د امنیتي چارو ماهرين وايي پاکستان په سي پېک او په دغه پروژه د چينايي کار کوونکو د حفاظت لپاره خورا پراخه اقدامات کړي دي.

څېړونکي منيب سلمان، چې د پاکستان او چين په اړیکو ژور نظر ساتي وي او ای ډیوه ته وایي چين ټينګار کوي چې پاکستان دې د ترهګرۍ ضد عملیات چټک کړي او غواړي چې په خصوصي توګه د بلوچ بېلتون غوښتونکو ډلو خلاف غوڅ اقدام وکړل شي.

د تېرې يوې لسيزې راهیسې د کله نه چې د چين اؤ پاکستان د اقتصادي راهدارۍ لاندې په منصوبو کار پېل شوی نو ورسره سم په پاکستان کې په چينايي وګړو حملې هم زياتې شوې دي او د مطبوعاتي رپورټونه ترمخه دې موده کې نزدې 21 چينايي وګړي وژل شوي دي. خو څېړونکي وايي بيا هم چين په پاکستان باور نه دی بېللی.

اقتصاد پوهه ډاکټر عابد قيوم سلهري ډيوه سره خبرو کې وایي،چين په بيا بيا خپلو مفاداتو ته د زيان رسېدو باوجود د پاکستان اړخ ته راځي خو کتل کېږي به چې پاکستان څومره زر خپل کورني حالات سموي "لکه د ایم ایل ون ریل پټلۍ باندې کار شورو کېدل د چين څخه نه بلکې د پاکستان لخوا پاتې دي"

سي پېک په اصل کې د چين د بلټ اېنډ روډ لوې منصوبې برخه ده چې هدف يې د ایشيا، يورپ او افريقا ترمنځ د تجارت او اقتصادي تعلقاتو وده ده.

سي پېک د چين شين جيانګ صوبې د کاشغر ښار نه د پاکستان د ګوادر بندر ګاه پورې 3000کلو ميټره اږود کوريډور دی، چې سړکونه، د ریل پټلۍ او انرژۍ منصوبې په کې شاملې دي.

د نومبر په 19مه د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ کې د نېشنل اېکشن پلان د اېپکس کمېټۍ په غونډه په بلوچستان کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو پرضد د پوځي عملیاتو فېصله شوې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG