د شمالى وزيرستان نه د قامى اسمبلۍ غړي محسن داوړ وويل،" د طاقت په نشه کې چې کوم مست خلک دي د هعوى لپاره د ورځ د عبرت نښه ده او نن په ټول ايوان کي د پرويز مشرف د فاتحې لپاره هم څوک تيار نه ٶ او ډير په مشکل سره دي لپاره يو کس تيار کړې شو."
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د نهې يا سه شنبې په ورځ وويل چې د پېښور په جمات ځانمرګى بريد چې 100 تنه پکې وژل شوي، دا د ترهګرۍ په وړاندې د ملت د نه زغملو تګ لاره نشى کمزورې کولی.
د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د نړيوالې مالياتى ادارې ايي ايم ايف مشرې کرسټالينا جارجيوا سره په ټيليفون خبرې کړي او ورسره يې د ايي ايم ايف د اووه اربه ډالرو د پور پروګرام په بيا بحالولو خبرې کړي دي.
څېړونکی ذ يشان حيدر دا پروژه د ټولې سيمې لپاره ګټه وره بلی او وايي که پاکستان خپل ټول پام اقتصادى ګټو ته واړوي او د ترهګرۍ د جګړې نه ځان راوباسي او خپلې د انرجۍ پروژې سر ته اورسوي نو دي په ټوله سيمه کي به خوشالي راشي
پاکستان کې څيړونکي وايي پاکستانۍ رسنۍ په ځانګړي ډول ټيلي ويژن چېنلې زياتره هغه خبرونه خپروي چې خپل کاروبار او ګټې ترې ترلاسه کړي د خپل رېټنګ يا درجه بندۍ سېوا کولو دپاره په خاص ايجنډا لګیا وي، او زیات خبرونه د غټو ښارونو لکه کراچۍ، لاهور او اسلام باد خپروي د چرته نه چې ورته اشتهارونه ترلاسه کيږي.
د اسلام اباد هايکورټ مشر قاضى اطهر من الله امر کړی په زوره لادرکه کړی شوي تن دې نن د شورو يا چهارشنبې په ورځ عدالت ته وړاندې کړی شي او که داسې ونه وشو نو د استخباراتي ادارو ايي اېس ايي، اېم ايي، ايي بي چارواکي به عدالت ته وړاندې کيږي او د رياست د ناکامۍ سپيناوی به کوي.
د پاکستان په خېبرپښتونخوا او جنوبي پنجاب سيمو کې د ځاني او مالي زيانونو اړولو وروسته سېلاب دا وخت د پاکستان جنوبى سيمو ته ورننوتی او دغلته یې هم په غټه کچه تاوانونه اړولي دي خو د ملګرو ملتونو د ماشومانو دپاره ادارې یونيسف ويلي پاکستان کې سېلابونو تر ټولو زیات ماشومان اغېزمن کړي دي.
د افغان کاروباريانو او تاجرانو يوه ډله اسلام اباد ته تللې او دا به د پاک افغان ګډ چېمبرز اف کامرس اينډ انډسټريز د سوري لاندې د پاکستاني کاروباريانو او حکومتى چارواکو سره دواړه خواو ته تجارت ته د ورپېښو ستونزو او د دې حل راويستلو په اړه خبرې کوي.
پاکستان کې د اقتصادي چارو کار پوهان وايي د نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] نه پاکستان ته د 1.17 اربه ډالرو د اووم او اتم قسط ترلاسه کېدل ښې اشارې دي خو شرطونه یې سخت دي او ټول زور به يې عام ولس ته رسي.
نور کتل