بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي
برتانيي د اوکراین په جګړه کې د روس ملاتړې وسله والې ډلې ویګنر د ترهګر ګرځولو لپاره تیاری شورو کړی اروپايي اتحاد او امریکا هم په دغه ګام غور کوي. که چېرې دا ګام پورته کړل شو نو یاده ډله به د القاعده او داعش په شان ډله ګڼل کیږي. د لندن نه د هینري ریجویل راپور د همکار بختور شاه په غږ
په سوډان کې د روانې جګړې له کبله يوشمېر ملکونو د خپلو وګړو د ويستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده. بلخوا رپوټونه وايي داسې امکان شته چې روس پلوه واګنر ګروپ په سوډان کې جنګېدونکې يوې ډلې ته وسله ورکوي چې ورسره به د سوډان کشاله نوره پېچلې شي. نور تفصيل بختور شاه وړاندې کوي.
برطانيه کې په شپږمه مۍ د چارلس دريم باچا د تاج پوشۍ تيارۍ روانې دي دغې تاريخي دستورې دپاره د نړۍ يو شمېر مشرانو ته بلنه ورکړل شوې. د تاج پوشۍ دغه تاريخي دستوره به په ميلينونو خلک په ټي وي نېغ په نېغه هم ګوري. تفصيل پرې له لندن نه د هنري رېجول په رپوټ کې بختور شاه وړاندې کوي
په کېليفورنيا کې د مسلمانانو يوه ټولنه په روژه کې په ځايي غریبانو وړیا خوراک ويشي او په هغوي کې د کورني تشدد په اړه بېداري هم پېداکوي. د کېليفورنيا د مسلمانانو کډوالو ښځو د پاره جوړ پناه ځای کې د يوې ښځې د تشدد قيصه د وي او اې جينيا دولت په رپوټ کې د بختور شاه په غږ:
سعودي عرب او ایران اوه کاله وروسته د چین په منځګړیتوب اړیکې بېرته سمې کړي. څېړونکي ددې اغیز په سیمه څه ډول ارزوي؟ بختور شاه پرې راپور تیار کړی.
امنيتي ادارو هغه يوېشت کلن امريکايي تن نيولی چې پرې د يو شمېر خفيه دستاوېزاتو د افشا کولو تور دی. په دغو اسنادو کې د اوکراین د جګړې په اړه ځینې رازونه هم برڅېره شوي دي. تفصيل د وي او ای خبريالې لارېل بومن په رپوټ کې بختور شاه وړاندې کوي:
په کليفورنيا کې هره مياشت يوه مور او لور( کيکي او اېري ډېکسن) د سبزيانو او شنو مېوو وړيا دوکان پرانیزي چې پکې غريبو او بې وسه خلکو ته شنه سبزي او مېوې وړيا ورکوي. د وي او ای اېنجلينا په رپوټ کې نور تفصيل د بختور شاه په غږ:
امريکې، کوسټا ريکا، نيدرلېنډز، جنوبي کوريا او زامبيا د زيارت په ورځ د جمهوريت کانفرنس دستورې پای ته ورسولې، امريکا ژمنه کړې چې نوې ټکنالوجي به د جمهوريت د ترقۍ د پاره استعمالوي.
د ټک ټاک مشر د زيارت په ورځ د امریکا د کانګرس لخوا په دغه اېپ د بنديز لګولو په غبرګون کې وویل، چې دغه کمپني د چين له کمیونسټ ګوند سره هېڅ تړاو نه لري. خو په امريکا کې د ۱۵۰ ټک ټاک د صارفينو د امنيت په اړه د کانګرس د غړو اندېښنې لا نه دي ختمې شوي.
د امريکې د کانګرس غړي له چين سره د ټېک ټاک پر اړيکو پوښتنې راپورته کوي، په ننۍ اورونه کې به څه وي؟ د چين جوړ د سوشل مېډيا اېپ ټېک ټاک مشر شوو ذي چيو به نن د امريکې د انرجۍ او تجارت د کمېټۍ وړاندې پېش کېږي. تفصيل يې د وي او ای ډيانا مېچل په رپوټ کې بختور شاه وړاندې کوي.
یوې فرانسوۍ کمپنۍ داسې روباټ جوړ کړی چې د ځمکې لاندې د اوبو په پایپونو کې نقصان موندلی شي. سږ کال نړۍ د اوبو د نړیوالې ورځې په موقع د ناپاکو اوبو د پاکولو په لارو چارو غور کوي. د وي او اې جولي ټابو رپوټ کې نور تفصیل د بختور شاه په غږ کې.
د شام په ادليب صوبه کې په وروستۍ زلزله کې ویجاړ شوي سکولونه لا وران پراته دي. د دغو سکولونو بيا جوړول د مسلې يواځینی حل دی. د دغو سکولونو په ګڼ شمېر ماشومان په کېمپونو کې پراته دي. د استنبول نه د وي او ای ډورين جونز په رپوټ کې نور تفصيل بختور شاه وړاندې کوي.
رپوټونه وايي، د اوکراین په بخموت او ډونیڅک سيمو کې د روس او اوکراین د پوځونو ترمنځ جګړه روانه ده او د برتانیې د دفاع وزارت وايي، روس د زيارت په ورځ په اوکراین په لومړي ځل د هاېپرسونک بلېسټک ميزایلو بمباری کړې دي. د اوکراین د جګړې وروستی حال د ډيوه همکار بختورشاه په خپل رپوټ کې وړاندې کوي.
ډرون چې اکثر وخت په جنګونو او د امنيت په څارنه کې کارول کېږي خو نن سبا په امريکا کې تاسو ته خوراک او دوايانې هم دروړي. د وي او ای جولي ټابو راپور له بختور شاه څخه.
پينځه کاله وشو چې عراق د خودسره اسلامي امارت يا داعش ډلې ته د ماتې ورکولو اعلان کړی خو دغه هېواد لا د جنګ د اثراتو نه نه دی وتلی. د عراق حکومت وايي، په ملک کې د 12000 نويو سکولونو اړتیا ده. حکومت یې د چين ترڅنګ د نورو بهرنيو ملکونو نه په دې برخه کې مرستو ته لېواله دی.
د روس لخوا په اوکراین باندې شوي یرغل کې د اوکراین په زرګونو ماشومان يتیمان او په زرګونو ميرمنې کونډې شوې د وي او ای خبريالې کارلا باب په پولېنډ کې له دغسې يوې کونډې يوليا سره ليدلي چې د هغې خاوند وټالي په ژپوريژيا کې د روس په راکټي بريد کې وژل شوی او د شپږو کالو ماشومه اليسا ترې يتيمه پاتې شوې.
د افریقا په ګڼ مېشتي هېواد نایجیریا کې د خالي یا شنبې په ورځ د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي د آبادۍ په لحاظ د افريقې تر ټولو لوی هېواد ناېجيريا کې صدارتي انتخابات په داسې حال کېږي چې په دغه هېواد کې ولس له اقتصادي کړکېچ او بدامنۍ سره مخ دی. په دې انتخاباتو کې د کوم نوماند یا امېدوار د ګټې امکانات زيات دي؟
ملګرو ملتونو د ترکي د پاره له نړۍ نه د يو ارب ډالرو د مرستو غوښتنه کړې په ترکي او شام کې لس ورځې وړاندې راغلې خونړۍ زلزله کې د مړو شمېر له ۴۲۰۰۰ نه زیات شوی. مرستندویه ډلې اوس هم د ړنګو شويو ودانیو لاندې د ژونديو خلکو لټون کوي.
په نیویارک کې د فېشن په کلني نندارتون کې سږ کال هنرمندانو د ۱۹۹۰ یمې لسیزې جامې او رنګونه اچولي و. دوی ویل دغه پخوانی فېشن او رنګونه د خپګان په کمولو کې مهم رول لوبوي. د نيو يارک د فېشن شو نور حال د وي او ای نينا وېشنيوا په رپوټ کې بختورشاه وړاندې کوي.
نور کتل