د بلوچستان د موسیٰ خېل ضلعې اوسېدونکی 13 کلن شوکت خان په غبرګو پښو معذوره دی. هغه په وروستیو کې اول وار په ښوونځي کې داخل شوی ځکه چې مخکې یې بله وسیله نه وه او اوس د تګ راتګ لپاره کورنۍ ورته یو خر اخیستی. د وي او اې اشنا خبریال سالمين خپلواک موسیٰ خېل ته ورغلی او دغه رپوټ یې پرې جوړ کړی دی: