د پاکستان د مرکزي بېنک شمېرې ښيي په ستمبر میاشت کې د متحده عرب اماراتو نه د کارکوونکو د پيسې لېږلو کې څلور فیصده زیاتوالی ریکارډ شوی خو په مجموعی توګه د تېری میاشتې په نسبت بهر مېشتو کارکوونکو درې فیصده کمې پیسې هیواد ته استولې دي. تفصیل د عرفان بهادر په رپوټ کې:
په نړیواله کچه یو ګومان کیږي چې مصنوعي ذهانت سره به په کارځایونو کې د خلکو نوکرۍ خمتې شي خو د کارپوهانو په وینا دا کومه سمه خبره نه ده. دوبۍ کې په سېمینار کې وویل شول په نړۍ کې په زرګونو کمپنۍ د مصنوعي ذهانت نه ګټه اخلي او دې سره په خلکو د کار بوج کم شوی. تفصیل د عرفان بهادر په رپورټ کې:
عرب اماراتو کې په غیر قانوني توګه میشتو مسافرو باندې د لګېدلو جرمانو د عام معافۍ سکیم شروع شوی او ګڼ شمېر مسافرو د دې موقعې نه فایده اخستلو دپاره هڅې شروع کړې. د پاکستان کونسلګری هم په پاکستانیانو غږ کړی چې زر دې خپل اسناد برابر کړي ګنې ورته به دلته ژونډ ګران شي . تفصیل د عرفان بهادر په رپورټ کې:
د دوبۍ چېمبر آف کامرس یو رپورټ کې ويلي، سږ کال د نویو کمپنیو په پرانیستلو کې پاکستانیان په دویم نمبر دي او په وړومبیو شپږو میاشتو کې يې 2,222 نوي کاروبارونه رجسټر کړي. دوبۍ کې راوان کال تر ټولو زیاتې کمپنۍ د هندیانو رجسټر کړي. تفصیل د عرفان بهادر په رپورټ کې:
متحده عرب امارات کې د غیرقانوني مېشتو مسافرو دپاره د جرمانو عام معافۍ سکیم په اړه حکومت ويلي، خلک دې خپل اسناد جمع کړي نو ورته به اختیار ورکړل شي که په نوې ویزه دې هیواد ته تګ کوي نو هیڅ قسمه زیاتی به ورسره نه کیږي خو که څوک اسناد نه جمع کوي جرمانې به یې سېوا کیږي. تفصیل د عرفان بهادر په رپورټ کې:
عرب اماراتو کې د جايداد کاروبار کونکي یو فرم د رپوټ ترمخه، دوبې کې د جایدادونو د نرخونو سره کرایې سېوا شوي او د ګټې شرح يې هم زیاته شوې. دوبۍ کې ډېر پاکستانیان هم دا کاروبار کوي او وايي کاروبار یې ډېره ګټه کوي خو سږ کال پاکستانیانو کم جایدادونه اخیستي دي. تفصیل د عرفان بهادر په رپورټ کې:
کجورې یا خورما د عربي هیوادونو خاص مېوه ده او په باغونو کې یې زیاتره کارکوونکي پاکستانیان وي. د دغه کارکوونکو په وینا د کجورو کار ډېر ګران وي ځکه چې میوه یې په سخته ګرمۍ کې رسي او یو تن د شلو نه تر پنځوس بوټو پورې سمبالوي. د کجورو کار څنګه کيږي، دا مېوه څنګه تیاریږي، تفصیل د عرفان بهادر په رپورټ کې:
آنلاین کاروبار کوونکي وایي خلک اوس په انټرنیټ خپل ضرورتونه پوره کول غوره ګڼي چې ورسره د نوي روزګارونه هم سېوا کیږي خو د بده مرغه پاکستان کې د انټرنیټ او نورو تکنیکي ستونزو له کبله انلاین کاروبار کوونکي د تاوان سره مخ کیږي او ځوانان بهر هیوادونو ته په تګ مجبوره کیږي. تفصیل د عرفان بهادر په رپورټ کې:
د عرب اماراتو حکومت په غیرقانوني توګه مېشتو بهرنیانو دپاره د دوه میاشتو ایمنسټي سکیم اعلان کړی چې بغیر د جرمانو ورکولو هیواد پرېږدي یا ویزه واخلي. د رپورټونو ترمخه د کال 2007 وروسته دا د اماراتو د حکومت څلورم سکیم دی چې په غیر قانوني توګه میشتو مسافرو دپاره اعلانیږي. تفصیل د عرفان بهادر په رپوټ کې:
په دوبۍ کې د مشهور شاعر مرزا اسدالله غالب په اړه ډرامه جوړونکي وایي، د غالب د شاعرۍ او ژوند په اړه ډېرې غیرضروري خبرې مشهورې شوې او دا څېړنیزه مکالمه ده. دوی وایي په ټېټر کې ښودل شوي ځیني وکیلان په غالب مقدمه کوي او د خپرو شوو منفي خبرو په اړه مبارزه کیږي. تفصيل د عرفان بهادر په رپورټ کې:
په دوبۍ د جایدادونو د خرڅولو کاروباریان وايي، سږ کال دغلته زیات جایدادونه خرڅېږي په دوی کې د پاکستان ډېرو سیاستوالو، پوځي جنرالانو، سفارتکارانو او ګڼو نورو چارواکو جایدادونه اخیستي. تفصیل د عرفان بهادر په راپور کې.
په دوبۍ کې ځینې پاکستاني مسافر وايي، چې په پاکستان کې یې د کورنیو لګښتونه زیات شوي نو دوی مجبوره دي چې د اوږده وخت لپاره مسافري وکړي دوی دا هم وایي چې د تېر په څېر په خپلو بچیو باندې هغه ډول تعلیم هم نشي کولای نو هغوی ته ویزې اخلي او د کار لپاره یې بهر ته راباسي. تفصیل د عرفان بهادر په راپور کې.
ملګرو ملتونو په دوبی کې د یو شمیر هیوادونو ځوانانو دپاره د یو داسې دستوری تابیا کړې وه چې مقصد یی د نړیوالو مسلو په اړه د بیلابیلو هیوادنو پرمختګ په هکله معلومات ورکول وو. د سږ کال په غونډه کې د موسمي بدلون، امن او سیمه ایزو کشالو په اړه ځوانانو د خپلو هیوادونو تحقیقي رپوټونه دستوری ته وړاندې کړل.
په دوبی کې د انساني حقونو ځینو هندي فعالانو یوې دستورې ته وویل تر څو چې د یو هېواد خلک اقتصادي خپلواکي او مذهبي آزادي و نه لري نو ژوند به یې له ستونزو سره مخ وي
په متحده عرب اماراتو کې یو شمېر پاکستاني کاروباریان د رینیوبل توانایی سامان جوړوي او په نړیواله کچه د توانایی ذخیره کولو سامان هم ایکسپورټ کوي د دغه کاروبار کونکو لخوا یوی غونډه کې ویل شوي، پاکستان کې د توانایی غټه مسله دا ده چې له بهر نه په ایمپورټ شویو تیلو انحصار کوي نو نرخ یی سېوا وي.
په دوبۍ کۍ د پاکستان جنرل کونسل ویلي، چې د متحده عرب اماراتو حکومت ګڼو پاکستاني بندیانو ته سزاګانې بخښلي او هغوی یې خوشې کړي دي هغه وايي چې نور پاکستاني بندیان به هم خوشې او خپل هېواد ته به واستول شي. تفصیل د عرفان بهادر په راپور کې.
په متحده عرب اماراتو کې پاکستان سوشل سینټر شارجه د روژه ماتي د غونډې انتظام کړی چې په کې د پاکستان جنرل کونسل په شمول ګڼ شمېر خلکو ګډون وکړ
په متحده عرب اماراتو کې د مذهبي مشرانو او سفیرانو دپاره د یوې روژه ماتي دستوره شوی په دغې دستوره کې ویل شوي چې په نړیواله کچه د هیوادونو ترمنځ د اړیکو په جوړلو کې مذهبي مشران مهم رول لوبولی شي. تفصیل د عرفان بهادر په راپور کې.
په متحده عرب اماراتو کې امدادي تنظیمونه هر کال کارکونکو مسافرو ته په جوماتونو کې د وړیا روژې ماتې انتظام کوي د دغو تنظیمونو د غړو په وینا د روژې ماتې خوراکونه ورته د ځایی عربانو په شمول د بیلابیلو هیوادونو وګړي راوړي. تفصیل د عرفان بهادر په راپور کې.
نور کتل