د پاکستان او افغانستان تر منځ له تېرو درو کالو دوه اړخيز او ټرانزټ تجارت د خپلمنځي نښتو، پرلتونو سفري اسنادو او نورو کشالو له امله څو واره تړل شوی دی. اقتصاد پوهان او سوداګر وايي د پرله پسې پولې تړل کېدو تجارتي هلې ځلې په ټپه ودرولې او تجارت کې ناباوري پیدا شوې ده. تفصیل د فريد شينواري په رپورټ کې:
د پاکستان حکومت ويلي د ۲۰۲۳ م کال د نومبر د مياشتې راهسې په وړومبي پړاؤ کې څه ۶۵۰،۰۰۰ لکه پورې غېرقانوني غېرملکيان خپلو هېوادونو ته ستانه شوي چې په کې زياته شمېره د افغانانو ده
د امنيتي چارو څېړونکي وايي په پښتونخوا او پخوانۍ قبايلي سيمه کې د ترهګرۍ د مخنيوي د پاره مهمه ده چې حکومت، پوځ او ولس په يوه خوله شي او په دې لړ کې د ولس باور ترلاسه شي. دوی وايي د اوسني عزم استحکام عمليات پېل کولو سره به ترهګر او د هغوی بريدونه کم شي. تفصیل د فريد شينواري په رپورټ کې:
د قبایلي ضلعې خېبر د تيراه راجګل سیمې په احتجاجي پرلت بوختو کډوالو ويلي ترڅو یې حکومتي ادارو بېرته خپلو سيمو ته د ستنولو او نورې غوښتنې نه وې منلي احتجاجي پرلت نه ختموي. احتجاج کوونکي وايي له ۱۳ کالو د کډوالۍ ژوند کوي او خپل کورونه يې وران ويجاړ دي. تفصیل د فرید شینواري په رپوټ کې:
د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم پوله نن په 15م اګست سهار پرانستل شوې، دواړو خواو ته پرې هر ډول تګ راتګ پيل شوی. د 12م اګست په مازيګر د پاکستان امنیتي ځواکونو او د طالبانو عسکرو پر يو بل ډزې کړې وې او له هغه وروسته تورخم پوله تړل شوې وه. تفصیل د فرید شینواري په رپوټ کې:
د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ په پوله تازه جګړه په داسې حال کې شوې چې په تورخم کې د ګل، دوشنبې، په ورځ په درېمه ورځ هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سفر د عارضي اسنادو يا ټېمپرري اېډمېشن ډاکومنټس، ټېډ، په ضد د ټرانسپورټرانو، کسټم کليئرنګ ايجنټانو، سوداګرو او د ډرايورانو احتجاجي پرلت دوام لرلو.
د پاکستان سوداګرۍ وزارت او کسټم محکمې تېره اوونۍ په يوه اعلاميه کې ويلي وو د افغانستان هغو ګاډو ته به د مال وړلو او راوړلو اجازه نه ورکول کيږي کومو سره چې دغه اسناد نه وي
د پاکستان او افغانستان تر منځ د تورخم دروازه نن په دويمه ورځ هم د هغو مال وړونکو ګاډو د تګ راتګ د پاره تړل شوې چې کومو سره ټېډ په نوم عارضي اجازت نامې يا سفري اسناد نه شته او له دې امله په سلګولو شمېر کې د مالونو ډک او تش ګاډي د تورخم دواړو خواوو ته ولاړ دي. تفصیل د فرید شینواري په رپوټ کې:
د ایپکس کمیټې له غونډې وروسته د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند بیرسټر محمد علي سیف وي او ای ډیوه ته ویلي، د ترهګرو سره بنيادي مقابله به سي ټي ډي او پوليس کوي
سوداګر وايي که ټرانسپوټران په وخت افغانستان ته د تلو لپاره د لنډمهاله داخلېد د اسنادو ترلاسه کولو لپاره خپل اسناد جمع کړي دې سره به دواړو هېوادونو تر منځ تجارتي هلې ځلې پر مخ لاړې شي، خو ډرايوران وايي د اسنادو ترلاسه کولو ورته يو بل مشکل جوړ کړی. تفصیل د فريد شينواري په رپورټ کې:
حکومتي شمېرې ښيي په تېرو لسو کالو کې تر ټولو زيات ۹۴۶،۵۷۱ تنان په ۲۰۱۵ کال کې له پاکستانه د کار اؤ ژوند په لټه کې له هیواده بهر نورو هېوادونو ته تللي وو
په تورخم کې د پاکستاني ادارو چارواکي وايي د هېواد بېلابېلو سيمو څخه په ناقانونه توګه د مېشتو افغانانو د بیا ستنېدنې لړۍ دوامداره ده او هره ورځ په سلګونو کډوال خپل وطن ته ځي .چارواکي تایيدوي چې د تېرو څو هفتو راهیسې د بې اسناده ستنېدونکو افغانانو شمېر زیات شوی دی. تفصیل د فرید شینواري په رپوټ کې:
نور کتل