د خېبر پښتونخوا په ناکراره کورمې سيمه کې په بېلابيلو ځايونو کې پيل شوو نښتو هوارولو لپاره په پېښور کې د شيعه او سني ټولنو ترمنځ جرګه شوې ده. د جرګې غړي وايي د ورپېښو ستونزو د هواري لپاره وخت په وخت ناستې کوي او زر ده د کورمې د شخړې حل به راوباسي.
د فرورۍ په درېيمه پېښور کې د شيعه او سني ټولنو مشرانو ترمنځ د ټل۔پاړاچنار لارې د پرانستې، وسلې غورځولو او په سيمه کې پاتې مورچو ړنګولو په حقله يو ځل بيا جرګه شوې ده.
عيد نظرمنګل د کورمې سني ټولنې مشر وايي، "دا دويمه نقطه دا ده چې که کوم يو فريق غلطي کوي او يو فريق اخلاص سره کارکوي او بل فريق ناجايزه وکړي، نو بيا لويې جرګې باندې دا لازمه ده چې يو فريق په ضد ليکل وکړي او مخکې بيا د سرکار زمه واري ده چې هغو ليکلو باندې عمل وکړي او چې کوم فريق ته سزا ورکولو ليکل وشي نو بيا بايد سرکار هغه ته سخته سزا ورکړي".
د فرورۍ په دويمه اسلام اباد کې هم د کورمې د شخړې حل را ايستو لپاره د شيعه او سني ټولنو ترمنځ جرګه شوې وه.
د جنوری په ۳۱مه په کوهاټ کې د حکومت په مرسته دواړو فريقينو ترمنځ جرګه شوې او د شوې لوظنامې څوارلس نکاتو عملي کولو په لړ کې دواړو خواو حکومت ته د کمېټيانو جوړاولو لپاره څوارلس څوارلس تنانو نومونه ورکړي وو.
په پېښور کې شوې جرګې مشران وايي ترټولو مهمه خبره د ټل۔پاړاچنار لاره په مکمله توګه پرانستل دي.
جلال حسېن بنګش د انجمن حسينيه جنرل سيکرټري وايي، دا د کوهاټ د امن تړون تسلسل دی او دوی په خپل منځ کې دا اوسنۍ ناسته د سرکار بغېر کوي او هيله ده، په دې کې به زياتره شخړې هوارې شي، لارې به خلاصې شي او نور مشکل به حل شي.
هغه وويل، "کومه بې باوري چې زمونږ په منځ کې ده هغه به له منځه لاړه شي او ان شاالله د يو بل مقدسو ځايونو احترام او د ټولنيزو رسنيو کارول به د دغو خبرو د لارې سم شي".
د کورمې د شخړې هواری لپاره د جنورۍ په وړومبۍ نېټه کوهاټ کې د حکومت په مرسته شوې جرګه کې دواړو ټولنو ترمنځ امن تړون لاسليک کړی وو.
خو د دغې لوظنامې لاسليک کېدو پس هم په کورمه کې نه وسله راغونډه کړل شوې او نه ټل۔پاراچنارلاره په مکمله توګه پرانستل شوې ده.
عزت ګل اورکزی د حکومتي جرګې مشر وايي، "په اسلام اباد کې جرګه وشوه او شعيه او سني په ګډه کښېناستل او يو ښه ماحول کې وشوه او په دې څوارلس شرطونو کې يې د لارې پرانستلو او وسلې غورځولو خبره ومنل شوه".
د نوموړي په خبره، "مورچې يا بنکرې ړنګې شوي او مونږ لويه جرګه کورمې ته ورغلي وو او مورچو ورانولو باندې عمل شوی دی".
د کورمې انتظاميې چارواکي وايي پاړاچنار او نورو سيمو ته خوراکي توکيو قافلې د ټل۔پاړاچنار په لاره وخت په وخت روانې دي او دې ترڅنګ په کورمه کې ۲۶۷ شخصي مورچو کې په بالشخېل او ښارکلي کې ۲۰ پورې مورچې ړنګې کړل شوي دي.
Forum