فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.
پاکستان او افغانستان کې څيړونکي وايي، دا امکان شته چې افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستان د هوايي بريدونو ځواب اووايي، که څه هم افغانستان د وړاندې څخه په پوځي توګه کمزوری کړل شوی، او قوي ملي پوځ نه لري.
د پاکستان پوځي عدالتونو د نهمې مې [2023م] پېښو کې د ککړتيا په تور د عمران خان د خوريې په ګډون نورو 60 کسانو ته د دوو کالو نه تر د لسو کالو پورې د بند سزاګانې واورولې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ممتازه زهرا بلوڅ ومنله، " زمونږ د افغانستان سره په پوله یې ځينې پېښې شوي دي"، خو تاييد او ترديد یې ونه کړو، چې پاکستان په افغانستان کې دننه بمباري کړې يا یې اهداف په نخښه کړي دي.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، تېره شپه پاکستان د افغانستان د ختيځې صوبې، ولايت پکتيکا د بېرمل ولسوالۍ په څلورو ځايونو بمباري کړې، د ښځو او ماشومانو په ګډون یې 46 کسان وژلي دي، دغه خبره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اې اېف پي خبري ادارې ته کړې ده.
د پښتون قومي جرګې وياند وايي، ملک نصير احمد کوکي خېل سره د دوو نورو مشرانو د خېبر ضلعې د پوليسو دفتر ته ورغلی او چې دوی د هلته نه بهر وتل، پوليسو نيولي دي.
د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي د کابل په سفر کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزير سره ليدلي، دواړو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د "شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو موضوعاتو بحث" کړی دی.
پاکستان کې روان کال [2024م] کې د پوليو 65مه پېښه رپورټ شوه، تازه پېښه هم بلوچستان صوبه کې معلومه شوه. پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو تر ټولو زياتې پېښې هم په بلوچستان صوبه کې رپورټ شوي دي.
د پاکستان صدر او وزيراعظم په داسې وخت کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي چارو په اړه غږېدلي، چې د څيړونکو په خبره، پاکستان دا وخت د دغو ټولو مشکلاتو سره مخ دی.
د خېبرپښتونخوا ګورنرفېصل کريم کنډي ويلي، "د مازيګر وروسته د خېبرپښتونخوا په جنوبي سيمو کې ترهګر، وسله وال د اکثرو علاقو کنټرول سمبالوي"، د امنيت په وجه د کوره وتل ممکن نه وي.
پاکستان کې د خېر ښېګړې خيراتي ادارې [ايدهي فاونډېشن] خپل هوايي اېمبولنس، الوتکه کورمې ته د مرستو دپاره رسولې ده. د ادارې مشر ويلي، کورمې ته به دوايانې رسوي او سخت ناروغان به هم منتقلوي.
د پاکستان بلوچستان صوبه او د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې تراوسه پورې د پوليو ضد څاڅکو کمپېن نه دی پيل شوی. پاکستان کې پرون د 16م دسمبر راهسې د 22م دسمبر پورې د پوليو ضد قامي کمپېن پيل کړل شوی دی.
د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلعه کې په يو وسله وال بريد کې د يو تاڼدار په ګډون دوه پوليس وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د پېښور په ارمي پبلک سکول کې لس کاله وړاندې خونړي ترهګريز بريد کې په وژل شوو زده کوونکو کې د يو زده کوونکي پلار، خپل زوی ته په خط کې لیکلي، "ټوله شپه نه يم اوده شوی، زړه مې د غمه چوي، په دسمبر کې زمونږ حالت د بیانولو نه وي".
د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، لومړی مرکزي حکومت د افغانستان سره "د مذاکراتو په خبره نه راضي کېدو، نو ما بيا مجبورا د صوبې په حېث وويل چې د هغو سره خبره کوم، ځکه مسله زما صوبې ته ده".
په خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] په کورمه ضلعه کې په وروستيو کې د شخړو او فرقه ييزه نښتو څخه اغېرمنو د مرستو دپاره 17کروړه روپۍ جاري کړي دي.
د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په کورمه ضلعه کې نامعلومه وسله والو د اېف سي، ملېشې ځواک په پوسته بريد کړی، لږ تر لږه شپږ عسکر پکې وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي لخوا رابلل شوي ټول ګونديز کانفرنس، صوبه کې د امنيت په خراب صورتحال د اندېښنې څرګندونه کړې او ويلي يې دي، د تېر کال په مقابله کې سږ کال په صوبه کې زياته وينه توی شوې ده.
د افغانستان سره په پوله پرتې د کوزې کورمې ضلعې سياسي او مدني فعالانو په بګن، اوچت او مندوري کې خلکو ته د اوښتي مالي او ځاني زيان په اړه احتجاج کړی، دعوه یې کړې د نومبر په 22مه ځينې ترهګرو ډلو د دوی په بازار او کورونو يرغل کړی او د سيمې خلکو ته یې په غټه کچه تاوان اړولی دی.
څيړونکي وايي صوبه کې د امنیت زمه واري د صوبايي حکومت خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت دې پله ډېره توجه نه کوي. خو صوبايي حکومت وايي، په ځانګړي ډول هغو ضلعو کې چې د ناامنۍ پېښې زياتې کيږي هلته د پوليس نفري زياتوي او توان ورله سېوا کوي.
نور کتل