اوکرایني چارواکي وایي روس اوکراین ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلینکن د سفر په وخت پر یو مارکیټ برید کړی چې په لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې. بلېنکن د اوکراین د ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي په ګډون له ګڼو اوکرایني چارواکو سره لیدلي او هغوی ته یې د امریکا د دایمي مرستو ډاډ ورکړی.
اوکراین یو ځل بیا له اروپايي مشرانو څخه د پوځي مرستې غوښتنه وکړه چې هوايي دفاعي سیستمونه هم پکې شامل وي. دغه غوښتنې د بهرنیو چارو وزیرانو په هغې غونډه کې شوي چې د هسپانیې په ټولیډو ښار کې د اوکراین او نایجر په اړه جوړه شوې وه.
ټوکیو، جاپان او امریکا په خپلو کې پوځي همکاري زیاته کړې سریزه: امریکا، جاپان او جنوبي کوریا په دې موافقه کړې چې خپلې پوځي همکارۍ زیاتې کړی او همدارنګه یې د چین په جنوبي سمندر کې د چین د "خطرناک او پارونکي چلند" غندنه کړې. دوی دغه څرګندونې خپلې د تېرې اونۍ د درې اړخیزې سرمشریزې څخه وروسته کړي.
د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د یو کاندید څېره او شخصیت څومره مهم وي؟
ولسمشر شي: چین او امریکا ته په کار ده چې د اړیکو د ښه کېدو لپاره پرېکړې وکړي د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ چین ته ورغلي د امریکا د ملي امنیت له پخواني سلاکار او د بهرنیو چارو له وزیر هینري کسینجر سره په پېکنګ کې د لیدنې پر وخت دا خبره کړې.
په نړۍ کې د انجونو د تعلیم لپاره مبارزه کونکې او د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي، هیڅ فکر یې نه کاوه چې افغانې نجونې به له تعلیمه محرومه او ناهیلې په کور کې ناستې وي. هغې دغه څرګندونې په نایجریا کې د ملګروملتونو لخوا د انجونو د تعلیم په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر وخت کړي.
د ټایټانېک کښتۍ د لیدلو لپاره د پنځو سېلانیانو د ورک شوي اوبتلي په ځای کې ځینې اوازونه اورېدل شوي خو خپله اوبتلی تر اوسه نه دی موندل شوی
په کابل کې یوې ښځې د طالبانو له بندیزونو وروسته د ښځو لپاره یو ریسټورانټ جوړ کړی چې ښځې پکې کار کوي او ښځو ته خواړه برابروي. په دې ریسټورانټ کې یو شمېر هغه جونې هم کار کوي چې طالبانو پرې ښونځي تړلي. تفصیل د مجاهد جواد په راپور کې.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د جون په ۲۱ نېټه له واشنګټن څخه رسمي لیدنه کوي. دا سفر په داسې وخت کې کېږي چې امریکا او هند د مهمې ټکنالوجۍ په برخه کې له یو بل سره همکاري زیاته کړې ده. د امریکا غږ د مات ډېبل Matt Dibble راپور زمونږ همکار مجاهد جواد وړاندې کوي.
د امریکا او ناټو ځواکونه له افغانستانه وتلي خو روزل شوي ځان وژونکي (انتحاریان) لا تر اوسه هم پاتې دي. د وردګو یو روزل شوي ځان وژونکي له اې ایف پي سره خپله کېسه شریکه کړې، خو څېړونکي وايي، د ځان وژونکو د روزلو یو لویه پروژه وه او هغه به تل د افغان حکومت د نړولو لپاره په پاکستان کې پرمخ وړل کېدله.
ایران د کجکي بند د خلاصولو خبرداری ورکړی، طالبان وايي، کجکي بند کې دومره اوبه نشته چې تر ایرانه ورسېږي
په دې وروستیو کې د ځینو بانکونو ناکاميو او د حکومتونو لخوا د هغوی د واګو ترلاسه کولو په اړه اندېښنو د نړۍ پر اقتصاد ناوړه اغیز کړی. له نیویاک څخه تر پېکنګ پورې، مرکزي بانکونه په دې کار کوي چې مالي مارکیټونه او مشتریان ارام کړي.
په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان په اړه د یو جوړ شوي کانفرانس ګډونوالو د طالبانو لخوا د بشری حقونو په تېریو، په تعلیم او کار کې د ښځو پر بندیز او په هېواد کې د حقاني مدرسو په جوړېدو اندېښنه څرګنده کړې.
نور کتل