د بلوچستان نګران وﺯير اعلی ويلي د نومبر د مياشتي له لومړۍ نيټې څخه به پر چمن لاره تګ ﺭاتګ پر پاسپوﺭټ وي خو د پاکستان او افغانستان تر منځ په ګډه سیمه کې مېشتو ولسي خلکو او کوچنيو سوداګرو د پاکستان د حکومت د دغې پريکړې له منلو نه انکاﺭ کړی.
افغانانو پاکستان ته د تګ په اړه د پاکستان د وروستۍ پرېکړې مخالفت کړی افغانان وايي د پاکستان د دې پرېکړې له عملي کېدو سره به چې له تذکرو پرته به پاکستان ته افغانان نه پرېږدي د دواړو ملکونو ترمنځ سفر کې ستونزې پېدا شي. په دې اړه نور حال نعمت الله سرحدي وړاندې کوي
پاکستاني سوداګرو ویرہ څرګندہ کړي که چيري پاک افغان ټرانزېټ تجارت ته خنډ جوړ شي نو د ﺯﺭګونو خلکو ﺭوﺯګاﺭ به متاثره شي. دوی وايي له داسې خنډونو سره د افغانستان له لارې پاکستان او بیا منځنۍ اسيا ته د سوداګریزو توکو په رسېدو کې هم ستونزې جوړېږي او د ګاوندیو هېوادونو ترمنځ تجارت به هم اغیزمن کړي.
دپاکستان د سیند ایالت په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو دنيولو له لړۍ پيل کیدو ورسته زيات شمېر کډوال د بلوچستان صوبې د کډوالو کيمپونو ته رسیدلي دي.
پاکستان فيډرل چيمبر اف کامرس چارواکی وايي په هېواد کې د ډالر نشتوالی له افغانستان سره د کمېدونکي تجارت له سؤبه دی
په بلوچستان کې د مڼو/سيوانو باغوانان وايي د مېوې د پخېدو په وخت په ټنونو مڼه د ونو څخه راپرېوځي او هسې خرابيږي دا باغوانان غواړي د پخې شوې مېوې د راغورځېدلو سؤب بايد معلوم شي او بيا حکومت داسې بندوبست وکړي چې دا مېوه له ضايع کېدو بچ شي او نور توليدات ترې حاصل شي. تفصيل د نعمت سرحدي په رپوټ کې
د چمن سوداګر: که د تورخم لويه لاره زر خلاصه نشي، سوداګر به نورې لارې خپلې کړي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بلوچستان د چمن لارې تجارت کونکو ځايي سوداګرو غوښتنه کړې، چې د دواړو هېوادونو د ښو اړيکو او تجارت د روان ساتلو د پاره دې زر تر زره جرګې مرکې وشي چې د تورخم لويه تجارتي لاره خلاصه شي.
په زده کونکو کي د ساینس د نورې پوهې سېوا کولو په اړه د چمن ښارګوټي په يو سرکاﺭي سکول کي د زده کونکو تر منځ د ساینسي ماډل جوړولو سيالۍ وشوې. په دې کي زده کونکو په پراخه کچه برخه واخستله او خپل جوړ کړي د ساینس زده کړو ماډلز يې جاج ته وړاندې کړل. نور حال د نعمت الله سرحدي په رپوټ کې
په بلوچستان کې د قبایلو ترمنځ د دوښمنیو د ختمولو لپاره د قومي جرګو لړۍ یو وارې بیا پیل شوې. د بلوچستان ايالت سرحدي ضلع قلعه عبدالله او ضلع چمن د قبایلي دوښمنیو په حواله ډيرې مشهوﺭې دي. په دې برخه کې تېره ورځ په چمن کې هم د روغې جوړې لپاره یوه ستره جرګه شوې.
په افغانستان کې په واک باندې د طالبانو له قبضې وروسته بلوچستان ته کډه شوي افغانان له ډېرو ستونزو سرټکوي د افغان کډوالو یو مشر وايي، د بلوچستان په کمپونو کې شاخوا درې لکه افغانان راجسټر شوي چې ورسره مرستې هم کېږي خو دوی تر اوسه له کمپونو څخه د باندې د افغان کډوالو راجستر کېدل نه دي پیل کړي.
منظور پښتين: پاکستاني چارواکي په چمن لاره راوړېدونکي افغانان ځوروي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين ويلي په بلوچستان کې هدفي وژنې د حکومت ناکامۍ ده او دا سره د دې چې حکومت خلکو ته په تحفظ ورکولو ټيکس اخلي.
په بلوچستان کې د پشکال بارانونو له امله په یوې میاشت کې ۱۱ کسان مړه شوي په ورته وخت کې د موسمياتو محکمې په پاکستان کې د نورو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی. تفصيل يې د نعمت الله سرحدي په راپور کې.
د افغانستان سره په پوله پرتې د بلوچستان صوبې په چمن سيمه کې نن په دوه بېلابيلو پېښو کې د ليويز ځواک دوه اهلکار په وسله والو بريدونو کې وژل شوي دي.
د بلوچستان خلک وايي، سږ کال سبزیانې په خپل سیزن کې هم ګرانې دي د بلوچستان صوبې په زیاترو سیمو کې د تازه سبزیانو سیزن پیل شوی دی. هر کال په دې ورځو کې د سبزیانې بیې کمې وي خو سږ کال خلک وايي، چې هر څه ګران دي. بزګر او سوداګر پرې څه نظر لري؟ تفصیل د نعمت الله سرحدي په راپور کې.
د بلوچستان د جېلونو انسپېکټر شجاع الدین کاسي وايي، د چمن جېل له تښتېدلو بندیانو څخه دوه نور هم نیول شوي دي. بندیانو پنځلس ورځې مخکې، د لوی اختر په ورځ د چمن جېل مات کړی وو او ۱۷ تنه بندیان ترې تښتېدلي وو چې یو بندي له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی و او دوه نور په ژوبل حالت کې نیول شوي وو.
د افغانستان سره په پوله د بلوچستان سرحدي ضلعې چمن د جېل نه 17 بنديان تښتېدلي دي. د بنديانو په جېل کي دننه بريد کې دوه تنه پوليس ټپيان کړي، او د پوليسو لخوا په ځوابي عملياتو کې يو بندي وژل شوی او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي.
نور کتل