لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انجمن تاجران پاکستان په راروان اتوار په ټول بلوچستان کې د احتجاجونو اعلان کړی


په پاکستان کې د سوداګرو تنظیم (انجمن تاجران پاکستان) د چمن پرلت والو د غوښتنو د نه منل کېدو پرضد په راروان اتوار ورځ په ټول بلوچستان کې د احتجاجونو اعلان کړی.

دوی ګواښ کړی، که چېرې حکومت بيا هم د پرلت والو غوښتنې و نه مني نو دوی به بیا په اسلام اباد کې د پاﺭليمان مخې ته احتجاج کوي.

په چمن کې پرلت د تيرو 185 وﺭځو ﺭاهیسې د ال پاﺭټيز تاجر لغړې اتحاد لخوا ﺭوان دی.

دوی د پاکستان له حکومت څخه پر چمن دﺭواﺯه د ځايي خلکو لپاﺭه د پاسپوﺭټ او ويزې د شرط د بېرته اخېستلو غوښتنه کوي.

دوی وايي د تير په څير دې مقامي خلکو ته د پاکستان پر شناخت کاﺭډ او د افغانستان په تذکره په پوله د سفر نظام بحال کړای شي.

د ال پاکستان انجمن تاجران مشر اجمل بلوچ او د بلوچستان صوبې مشر عبدالرحيم کاکړ او نورو مشرانو د چمن د احتجاج کوونکو د غوښتنو ملاتړ وکړ.

د انجمن تاجران بلوچستان صدﺭ عبدالرحيم کاکړ وايي،

"د اتواﺭ په وﺭځ په اتويشتم تاﺭيخ به ﺯموﺯ په ټوله بلوچستان کې مظاهرې وي. د هغه بعده کې که بيا هم ﺯموﺯ خبره و نه منل شوه بيا موﺯ په ټولو ضلعو کې شټر ډاون هړتال اعلانوو، که د پاکستان حکومت بيا هم د پرلت والو خبره نه ومنله بيا موﺯ د بلوچستان کوئټه اسمبلې ومخته دهرنا وﺭکوو که بيا هم خبره نه ومنله بيا موﺯاجمل بلوچ ته وايو موږ دﺭځو اسلام اباد ته هلته د پاکستان مرکزي پاﺭليمان ومخته يا بل ځائ کشينو هلته دهرنا وﺭکوو"

که څه هم د انجمن تاجران د احتجاج پر اعلان باندې د پاکستان د حکومت دﺭيځ تر اوسه مخې ته نه دی ﺭاغلې خو تيره مياشت د بلوچستان وﺯيراعلې مير سرفراﺯ بګټي د ځوانانو يوې غونډې ته په خپله وينا کې ویلي وو چې د سيمې خلک سعودي عرب ته د حج کولو لپاﺭه پر پاسپوﺭټ ځې خو يوه ګاونډي هيواد ته بيا په اﺯادانه توګه تګ کولو غوښتنه کوې چې دغه يوه ناممکنه خبره ده.

د چمن د پرلت مشرانو د بلوچستان وﺯير اعلي د دغې خبرې په ځواب کې ويلی چې د ګاونډي هيواد سره ځکه د سيمې خلک پر شناخت کاﺭډ تګ او ﺭاتګ کول غواړې چې د پاکستان د اﺯادۍ څخه تر اوسه پر ډيوﺭنډ کرښه اباد قبائيلو پر پاسپوﺭټ تګ او ﺭاتګ نه دی کړی نو بيا ولې اوس وﺭباندې لاﺯمې کيزي.

د پرلت وياند وايي، چې د پاکستان د افغانستان سره پر داخلې دﺭواﺯو پاسپوﺭټ شرط عملې کولو څخه د دواړو هيوادو تر منځ انساني قاچاق که څه هم لوړ شوی دلته سوداګرو ته پاسپوﺭټ او ويزه اخستلو کې مشکلات وﺭپيش دي.

د چمن د پرلت وياند عبدالصادق اڅکزۍ وايي،

"مونږ د پاسپوﺭټ ناﺭوا فيصلې خلاف يو چي په سل کيلوميټره کې دننه ټوله اولس په لکاو کوﺭنې پکي متاثره کړې دې، کاﺭوباﺭ کوچ وکې ختم شو انسانې اسمګلنګ عروج باندې دې او په ﺭاﺭوان کې دغه نوﺭهم ﺯيات شې وموﺯ ته پاسپوﺭټ او شناخت کاﺭډ جوﺭولوکې نوﺭ مشکلات ﺭاپيښ سوي دي "

په پرلت کی په ﺯيات تعداد کې د سيمي خلق اوس هم ګډون کوي، دغه خلق وايي چي شپز مياشتې پوﺭه شوې خو حکومت ورته د کاﺭوباﺭاو يا بلې خواﺭې بندوبست نه کوې.

د چمن اوسيدونکې محمد طاهر وايي،

"دلته پرلت ته دو ﺯﺭه ﺭقمه خلق ﺭاغلي دې موﺯ ته تسلې ﺭاکوي خو ﺯموﺯ ژغ څوک نه اوﺭې ﺯما دکانداﺭې په ويش منډي باډﺭ کې ده هغه ختم شوه ووس موﺯ څه وکو يا دې ﺯموﺯ هغه دکانداﺭې ﺭاختمه کړې موﺯ دﺭپدره کړې يو خاک په سر ي کړې يو حکومت دې ﺯموﺯ ژغ واوﺭې وموﺯ ته دي لاﺭه ﺭاخلاص کړي."

د پاکستان حکومت تير کال اکتوبر پر دﺭيمه د اپيکس کميټي په غونده کې په پاکستان کې په ناقانونه توګه پاته کيدونکې کډوال ايستلو پريکړي سره دغه پريکړه هم وکړه چې له افغانستان سره د عادې خلکو تګ او ﺭاتګ به پر پاسپوﺭټ او ويزه باندې وي.

بیا د حکومت د دې پرېکړې پر ضد د اکتوبر د شملې څخه دلته په چمن کې ال پاﺭتېز تاجر لغړې اتحاد احتجاجې پرلت ﺭوان کړې او کم ﺯيات تر دﺭې مياشتو پوﺭې له افغانستان سره د چمن دﺭواﺯه د تجاﺭت پر مخ هم تړلې وه خو تر اوسه د پاکستان حکومت دا غوښتنې نه دي منلې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

امریکا د اسرایل او حماس ترمنځ تړون کې پراخه ګټې ویني
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG