د امریکې پولیټیکو ورځپاڼې ترمخه د ١٨ کلونو د عمر ٢٠٠ میلینه امریکایي شهریانو د ووټ اچونکو په توگه خپل نومونه درج کړې دي یا ووټر ریجسټریشن يي کړی دی. ورځپاڼه وايي دا د هیواد په تاریخ کې د درج شوو ووټرانو تر ټولو لویه شمیره ده
په ځینې ریاستونو کې د وړاندې د ووټونو اچولو عمل سر ته رسیدلی دی. د ورستۍ نظر پوښتنو ترمخه، که په موجوده وخت کې هیلري کلنټن د ډانلډ ټرمپ نه په څه لږه وړانډې ده خو په ووټونو کې د سختې مقابلې امکان څرگندول کیږي
څو هفتې وړاندې داسې ښکاریدل چې د ټرمپ انتخابي مهم د مشکل سره مخامخ دی خو ددې ورسته هغه په داسې ریاستونو کې ملاتړ ترلاسه کړې دی چې نه خو په څرگنده ډیموکریټک دي او نه په اکثریتي توگه ریپلیکن
میرمن کلنټن وویل نن شپه د قام په سیاسي تاریخ کې یو سنگ میل ایښودل کیږي ځکه چې دا وړمبی ځل دی چې د هیواد په تاریخ کې یو لوې سیاسي گوند یوه میرمن د صدارت دپاره د امیدوارې په توگه وړاندې کړه
د صدارتي کانديد جوړېدو په زغل کې شامل د هیلري کلنټن سیال برني سینډرز کنونشن ته په وینا کې وویل ( هیلري کلنټن به یوه تکړه ولشمره وي او زه نن د هغې سره یو ځاې په اودرېدو ویاړم ) .
د خپل تقریر په اخیره کې ډونډل ټرمپ وویل د هیواد په کلو او بانډو کې اوسیدونکو سره دا لوظ کوي چې هیواد به بیا مظبوطوي، امریکې ته به بیا فخر ورکوي، امریکا کې به بیا امن و امان پرځای کوي او امریکې ته به یوارې بیا عظمت ورکوي
د امریکې د نوي صدر د انتخاب دپاره د نومبر په میاشت کې انتخابات کیدونکې دي. صدارتي انتخاباتو دپاره د خپل امیدوار وړاندې کولو دپاره د ریپبلیکن پارټي غونډه شورو شوي ده