لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې راتلونکې ولشمره هیلري کلنټن پکار ده: میشل اوباما،برني سینډر


سینډرز په خپله وینا کې وویلي ( دا څه پټه خبره نه ده چې زه او  هيلري کلنټن یو بل سره اختلافات لرو، او کمپائن کې هم دا وي او هم دا جمهوریت دی).
سینډرز په خپله وینا کې وویلي ( دا څه پټه خبره نه ده چې زه او  هيلري کلنټن یو بل سره اختلافات لرو، او کمپائن کې هم دا وي او هم دا جمهوریت دی).

د امریکې د پنسلوینیا ریاست په فلاډیلفیا ښار کې د ډیموکریټس ګوند د ملي کنونشن غونډه پېل شوې چې پکې پخوانۍ خارجه وزیره هیلري کلنټن په رسمي ډول په نومبر کې کېدونکو صدارتي انتخاباتو دپاره کاندیده نومول کيږي .

د نهې په ورځ به غونډې ته د هیلري کلنټن خاوند او پخوانی صدر بل کلنټن هم په وینا کوؤنکو کې شامل وي .

کنونشن ته په وینا کې د صدر باراک اوباما مېرمن میشل اوباما هیلري کلنټن هغه یواځینۍ کاندیده بللې چې اولس پرې د راتلونکې دپاره د رول ماډل په توګه اعتماد کولی شي .

مېرمن میشل ويلي مونږ په انتخاباتو کې د داسې شخصیت انتخاب کوؤ او واک ورته سپارو څوک چې په راتلونکو څلورو کلونو کې د قام د بچو مستقبل جوړ کړي او د هغې په وینا د دې کار دپاره غوره کاندیده هیلري کلنټن ده .

هغې ويلي ( په هیلري کلنټن کې مې د قام د بچو دپاره شوق لیدلی دی). هغې ويلي (زمونږ وینا او کار) ډېر مهم دی .

میشل اوباما د ريپبلکن صدارتي کانديد ډونلډټرمپ د نوم اخستو پرته ويلي ( چاسره هم دا واک نشته چې اووايي دا عظیم ملک نه دی او دا عظیم ملک جوړېدو ته اړتیا لري ځکه چې دا وخت په ځمکه د ټولو نه عظیم ملک امریکا ده ).

هغې د ټرمپ د کمپائن په نعره (د امریکې نه بیا عظیم ملک جوړؤ) نیوکې کړي دي .

د صدارتي کانديد جوړېدو په زغل کې شامل د هیلري کلنټن سیال برني سینډرز کنونشن ته په وینا کې وویل ( هیلري کلنټن به یوه تکړه ولشمره وي او زه نن د هغې سره یو ځاې په اودرېدو ویاړم ) .

د کنونشن نه وړاندې د ډیموکریټس ايمیلز ښکاره شوي او د هغې نه معلومه شوې چې د ګوند مشرانو د سینډرز په مقابله کې کلنټن ته لاره هواره کړې وه .

ولې سینډرز په خپله وینا کې وویل ( دا څه پټه خبره نه ده چې زه او هيلري کلنټن یو بل سره اختلافات لرو، او کمپائن کې هم دا وي او هم دا جمهوریت دی).

هغه ويلي لخوا يې دغه بیان ( د هغه خیالاتو او لارښودنې په اساس هیلري کلنټن د امریکا راتلونکې ولسمشره جوړېدل پکار دي) کنونشن کې ګډون والو دغه خبره ستایلې که څه هم په دغه موقع ګڼ شمېر خلکو د ( سېنډرز سېنډرز) نعرې وهلې .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG