د پاکستان تحریک انصاف ګوند چیرمین بېرسټر ګوهر خان وایي د پارلیمان د ځانګړو څوکیو په اړه د سپریم کورټ له امر وروسته مرکزي حکومت په پارلیمان کې په دریو کې له دوه برخې اکثریت نه محرومه شوی دی.
خو د قانون وزیر ښاغلي اعظم نذیر تارړ بیا ویلي، غوره به دا وه چې د سپریم کورټ کورټ ستر یا لارجر بینچ د ځانګړو څوکیو په اړه لنډ مهاله یا عبوري حکم کړی ؤ.
د جسټس منصور علي شاه په مشرۍ د سپريم کورټ درې کسيزه بنچ د ګل یا دوشنبې په ورځ د سني اتحاد کونسل د ځانګړو څوکو نورو ګوندونو ته د ورکولو په اړه د پېښور هایکورټ او الېکشن کمېشن فېصله معطل کړې ده.
د عدالت په پرېکړه خپل غبرګون کې د تحریک انصاف باني بېرسټر ګوهر د سپریم کورټ د ودانۍ مخې ته خبریالانو ته ویلي چې د سپریم کورټ دغه فیصلې د دوی د دریځ پخلی کړی دی.
هغه ویلي د پي ټي آی ځانګړې څوکۍ په نورو ګوندونو ویشل شوي وې اؤ په دې ټول عمل کې مونږ همدا ویل چې مونږ سره غیر اییني سلوک دی.
د بېرسټر ګوهر په خبره "زمونږ سره د هیچا مذاکرات نه دي روان اؤ د عدالت د دې پرېکړی مذاکراتو سره هیڅ تړاؤ نشته، حکومت اوس په دریوؤ کې د دوؤ برخو اکثریت نه محروم شوی دی، زمونږ ۷۸ څوکۍ نورو ګوندونو ته ورکړل شوي".
څېړونکي وایي چې د ځانګړو څوکیو په اړه د سپریم کورټ له پرېکړې وروسته مسلم لیګ(ن) پاکستان پیپلز، ایم کیو ایم اؤ جی یو آي ته سپارل شوې ۷۷ ځانګړې څوکۍ اغېزمنې کیدای شي.
د قومي اسمبلۍ په ۲۳ ځانګړو څوکیو کې ۲۰ د ښځو اؤ ۳ د اقلیتونو څوکۍ دي.
د پېښور هایکورټ د جج اشتیاق ابراهیم په مشرۍ پینځه کسیز لارجر بینچ په ۱۴م مارچ د پارلیمان د ځانګړو څوکیو په اړه د سني اتحاد کونسل لخوا عدالت ته شوي خواستونه خارج کړي وو.
عدالت د اورېدنې په وخت ویلي وو، ځانګړې څوکۍ هله ورکول کیږي چې سیاسي ګوندونو عمومي څوکۍ ګټلې وي او سني اتحاد کونسل هیڅ یوه څوکۍ نه ده ګټلې.
پاکستان تحریک انصاف ګوند بيا د پېښور هایکورټ له لوري د پارلیمان د ځانګړو څوکیو په اړه د سني اتحاد کونسل د خواستونو خارج کولو د فېصلې سپریم کورټ کې د چیلنج کولو اعلان کړی ؤ.
د تحریک انصاف ګوند کاندیدانو په اتمه فرورۍ شوو انتخاباتو کې په ازاد حیثیت برخه اخستې او له کامیابېدو وروسته د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو په خاطر یو بل ګوند سني اتحاد کونسل کې شامل شوي وو، خو بیا هم الیکشن کمېشن دغه ګوند ته د ۲۰ ځانګړو او درېو اقلیتي څوکیو ورکولو نه انکار کړی وو.
د پاکستان الیکشن کمېشن په پینځم مارچ د سني اتحاد کونسل د برخې ځانګړې څوکۍ په نورو سیاسي ګوندونو ویشلې وې او سني اتحاد کونسل د دغه فېصلې پرضد پېښور هایکورټ ته خواست کړی وو.
Forum