لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جرګې په منځګړتوب کورمه کې د افغان طالبانو اؤ پاکستاني ځواکونو تر منځ اوربند شوی


افغانستان سره د خېبرپښتونخوا د کورمې په پوله له نښتې وروسته چارواکي وايي، د ځایي مشرانو په منځګړیتوب نن په شپږمه ورځ اور بند شوی خو د سیمې نه د خلکو منتخب استازي او تاجران وايي افغان پولې سره نزدې سیمو کې د دواړو هیوادونو تر منځ د روانو شخړو له امله ژوند په ټپه ودریدلی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت لویه لاره خرلاچي نن په شپږمه ورځ هم د ګاډو تګ راتګ لپاره تړلې پرته ده.

‎ دوه ورځې وړاندې چارواکو ویلي وو د اسلام اباد او کابل ترمنځ خبرې کامیابې شوي او د پولې پرانستلو ‏امر شوی .‏

د کرمې د انتظامیې چارواکي وايي د امر سره سم د زیارت په ورځ چې کله د کسټم او این ایل سي چارواکي خېر لاچي سیمه کې پولې ته رسېدلي نو په پوله د افغانستان اړخ نه بیا پرې افغان طالبانو برید وکړو.

د کورمې ضلعې یو انتظامي مشر د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او ای ډیوه ته وویل تر هغې وروسته په پوله سختې نښتې پیل شوې خو پرون د کورمې قبایلي مشرانو او د افغانستان د پکتیا سیمه ییزو مشرانو ترمینځ جرګه شوې او د دوی په منځګړيتوب په روانو نښتو کې په اوربند موافقه شوې چې بیګاه د شپې نه بیا کومې ډزې نه دي شوې.

دغه چارواکي وویل نن په پوله د پاکستان امنیتي ځواکونو او د افغان طالبانو ترمینځ فلیګ میټنګ شوی چې پکې مثبت پرمختګ شوی .

د هغه په وینا تر دې مهاله لاره نه ده پرانستل شوې او دوی ته چې اسلام اباد څه لارښونه وکړي هغه به عملي کوي.

د سیمې نه د قامي پارلیمان غړی حمید حسین وايي په پوله د تیرو شپږو ورځو نه تاو تریخوالی دوام لري چې تر مخه یې پولې ته نزدې هر ډول هلې ځلې تړل شوي او خلک په کډه کولو مجبور شوي دي .

ډيوه سره خبرو کې هغه وویل خلکو کې سخته ویره پیدا شوې او د سختو ستونزو سره مخ دي او د استوګنې او د خوراک څښاک هیڅ انتظام نه لري.

هغه وویل د نښتو د اوږدوالي یو علت دا هم دی چې د نښتو پرمهال پاکستاني ځواکونو په افغانستان کې د افغان طالبانو کیمپونه په نښه کړي او زیات ځاني او مالي تلفات یې اړولي دي خو افغان طالبانو د دغه دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

په پکتیا کې ځنې سرچینې وايي پاکستاني ځواکونه په پوله د افغان لوري ته نوې پوستې او نور تنصیبات لګوي چې افغان طالبان یې مخه نیسي د دغه دعوو تصدیق نه دی شوی.

د سیمې نه د تاجرانو د اتحادیې یو غړي او قبایلي مشر اسلام علي وویل نن په شپږمه ورځ د خر لاچي لاره بنده ده چې له امله یې هره ورځ تاجران د کروړونو روپو تاوان سره مخ کیږي .

هغه وویل تیره ورځ د حکومت په استازیتوب په پوله د افغانستان پکتیا ولایت کې مشرانو سره شریکه جرګه شوې او جرګې دواړه فریقه اور بند ته رضا کړي دي .

هغه وویل جرګې د دواړو هیوادونو حکومتي چارواکو ته دوه غوښتنې وړاندې کړې
یوه دا چې د دواړ هیوادونو ترمینځ دې د مشرانو یوه شریکه کمیټي جوړه کړل شي چې په داسې ناورین حالت کې د دواړو هیوادونو ترمینځ خبرې کوي اؤ بل دې په فوري توګه د خرلاچۍ لاره پرانستل شي .

هغه وویل د دواړو هیوادونو حکومتي چارواکي یې یو بل سره مخامخ کړل او د دوی د غوښتنو منلو باور یې ورکړو.

نښته کله پیل شوې؟

‎سرچینې وايي، په ‏‎13‎مه مې د افغانستان سره په پوله د کورمې په تيري منګل سیمه کې د پولې د پورې غاړې وسله والو د ازغن تار پرې کولو او دې لوري ‏ته د راوړېدو هڅه کوله، په دغه وخت د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې وه.‏

‎سرچينې وايي، د يادې نښتې وروسته بيا د پاکستاني ځواکونو او افغانستان کې واکمنو طالبانو ترمنځ د ډزو تبادله شوې وه.‏

‎خو نه پاکستان او نه په افغانستان کې واکمنو طالبانو د دغه پېښې رسمي تاييد کړی و.

د کورمې ضلعې يو انتظامي چارواکو ويلي، د يادو پېښو وروسته د خرلاچي لاره تړل شوې او په پوله نزدې پرتو ‏سيمو کې هر ډول هلې ځلې ودرول شوې وې.‏

ایم این ای حمید حسن وايي په علاقه کې ژوند په ټپه ودریدلی او د نښتو له امله اغیزمن خلک هیڅ انتظام نه لري .

هغه وویل د ستونزې هوارولو د پاره یې هلې ځې پیل کړې دي او په دې اړه یې حکومتي چارواکي او په ځانګړي ډول د خارجه چارو وزارت خبر کړی چې په سفارتي کچه دا ستونزه هواره کړي.

د هغه په وینا د خارجه چارو وزارت د سیمې انتظامي چارواکو ته په روایتي کچه د ستونزې د هواري لارښوونه کړې ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG