لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګنډا پور: د ترهګرۍ خلاف جګړه کې مو ۱۶۰۰ اربه روپۍ لګولي خو صوبې ته تر اوسه یوه پېسه هم نده ورکړل شوې


د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا علي امین ګنډا پور ویلي چې د ترهګرۍ خلاف په جګړه زمونږ د صوبې شپاړس سوه (۱۶۰۰) اربه روپۍ مصرف شوې دي خو تر اوسه صوبې ته په دې پیسو کې یوه پیسه هم نه ده ورکړل شوې.

د ګل یا دوشنبې په ماسخوتن د پاکستاني ټي وي چینل جیو نیوز سره په خبرو کې علي امین ګنډا پور ویلي چې د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې هغه د پوځ اؤ پولیس قربانیو ته سلام وړاندې کوي اؤ زیاته کړې یې ده چې که وفاق صوبې ته د خپلې برخې پیسې ورکړې نو دی به پولیسو ته بټ مرمۍ ضد جیکټونه نه بلې مرمۍ ضد ګاډي ورکړي.

وزیراعلا زیاته کړه چې دا مهال د خېبر پښتونخوا یوازې د تماکو ۳۰۰ اربه روپۍ وفاق ته ورپوې دي اؤ که چرې صوبې ته خپلې ټولې پیسې ورکړل شي نو بیا پښتونخوا تر ټولو شتمنه صوبه ده.

نوموړي وویل" ماته د تماکو مد کې د یو کلو تماکو پسر پینځه روپۍ راکړل کیږي ایا زه خیرمار یمه څه "

ښاغلي ګنډا پور وویل د بجلۍ په مد کې وفاق ته د صوبې پنځلس سوه او لس (۱۵۱۰) اربه روپۍ ورپورې دي چې وفاق یې صوبې ته نه ورکوي.

تر دې وړاندې د مارچ په میاشت کې د خېبر پښتونخوا صوبې حکومت پرېکړه کړې وه چې وفاق ته د خپلو ورپورې پیسو ترلاسه کولو لپاره به عدالتونو ته ځي‌ اؤ وزیراعلا ښاغلي علي امین ګنډاپور اړونده چارواکو ته په دې اړه هدایات هم جاري کړي وو.

د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کوونکی وتلی فعال ډاکټر سید عالم مسید وایي، د بجلۍ د خالصې ګټې،اوبو اؤ تماکو په مدونو کې وفاق ته د خېبر پښتونخوا په سوونو اربه روپۍ پاتې دي اؤ ددغو پیسو لپاره که غږ وزیراعلا ګنډا پور پورته کوي یا مولانا فضل الرحمان اؤ ایمل ولي د صوبې د برخې د پېسو خبره کوي نو پښتانه یې باید پلوي پاتې شي.

ډیوه سره خبرو کې ډاکټر مسید ویلي"که علي امین ګنډا پور غوښتي وي، که فضل الرحمان یې غواړي ، که ایمل ولي یې غواړي دا ډيره سمه خبره ده غوښتل یې پکار دي اؤ ورکول یې پکار دي".

خو ډاکټر مسید بیا وایي "دلته مسله داده چې کله دلته د تحریک انصاف حکومت ؤ اؤ په وفاق کې یې هم حکومت ؤ په هغه وخت کې یې دا پیسې نه غوښتې نو دا به اوس د دوي سنجیدګي ثابتوي چې ایا دوي واقعي سنجیده دي"

هغه وایي که د تحریک انصاف حکومت اوس سنجیده وي نو باید ښه جوخته مرسته یې په دې لړ کې وشي اؤ د وفاق نه د صوبې ټول حقونه وغوښتل شي.

نوموړی وایي د بجلۍ تر څنګ چې د اوبو کومې پیسې مرکز ته ورپاتې دي هغه ترې هم اخستل پکار دي.

د سید عالم مسید په خبره "بیا زمونږ تماکو دي، د تماکو د فصل نه دې اندازه وکړي ، تماکو د پاکستان په ایین کې فصل نه دی،که نن مونږ دا د فصل په توګه وغواړو نو ددې ځانله لږ تر لږه یو سل او شل (۱۲۰) اربه روپۍ د کال امدن صوبې ته پاتې کیږي"

هغه وایي دا معلومات اوس هم د پاکستان ټوبېکو کمپني د چیرمین په ویب پاڼه پراته دي چې تماکو پاکستان ته څومره پیسې ورکړې دي دومره ورته آي ایم ایف هم نه دي ورکړي نو ددې تماکو ګټه به هم خېبر پښتونخوا ته ورکول وي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG