په پاکستان کې د پولیو خلاف کمپاين روان دی، ورسره په ملک کې د پوليو مثبتې پېښې رپوټ کېدل هم دوام لري، د سږني کال تراوسه پورې 43مه پېښه هم د بلوچستان صوبې په چاغي ضلعه کې رپوټ شوې ده.
په پاکستان کې د پولیو خلاف د روان کمپین په مهال د خېبر پښتونخوا څخه د پولیو یوه بله پېښه مخې ته راغلې ده چې دې سره پاکستان کې د روان کال په مهال د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمېره 42 ته رسېدلې ده.
د پولیو د مخنیوي لپاره د پاکستان د وزیراعظم استازې عایشه رضا فاروق پخپل یو بیان کې ویلي چې د 28م اکتوبر نه به د پولیو ورکران د پاکستان ګوټ ګوټ ته ځانونه رسوي اؤ ماشومانو ته به د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکوي
پاکستان کې د پوليو پېښې کېدل دوام لري، تازه د بلوچستان لورالايي ضلعه کې ماشوم پوليو وهلی دی، د پوليو مخنيوي پروګرام وايي، په اتم اکتوبر دغه ماشوم معذوره شوی او پرون یې تصديق شوی چې پوليو وهلی دی.
د پاکستان په خېبرپښتونخوا صوبه کې ستر دیني عالم مولانا طیب قریشي د پولیو تباه کنه اثرات د نږدې لیدلي دي.
پاکستان کې د پوليو وايرس تازه پېښه نن په 24م اکتوبر په داسې وخت کې رپورټ شوې، چې هم نن ورځ د پولیو وايرس څخه د پوهاوي او د دغه وايرس نه د ماشومانو د ساتنې نړيواله ورځ نمانځل کيږي. په نړۍ کې پاکستان او افغانستان يواځې دوه هېوادونه پاتې شوي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري.
پاکستان کې په يوه ورځ د پوليو څلور نورې پېښې رپورټ شوي، يوه پېښه د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان، دوه د سيند صوبې په جېکب اباد او بله د کراچۍ په ملير کې معلومه شوې ده.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي، په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د پوليو دوه نورې پېښې رپورټ شوي دي، دا په خېبرپښتونخوا کې درېمه او بلوچستان کې 16مه پېښه ده.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، د روان کال 2024م د پوليو 23مه پېښه د خېبرپښتونخوا په کوهاټ ضلعه کې رپورټ شوې، د لسو میاشتو ماشوم کې د پوليو وايرس تصديق شوی دی.
د پښتونخوا صوبې وزیراعلا ښاغلي علي امین ګنډا پور مومند قبایلي ضلعې نه د پولیو د پېښې مخې ته د راتلو په سخته نوټس اخستی اؤ د صحت سیکرټري ته یې د اړوند ضلعي روغتیایي افسر اؤ پولیو کوارډینیټر په سمدستي توګه د ګوښه کولو وینا کړې ده
د خېبرپښتونخوا د لکي مروت ضلعې پوليس وايي، تېره شپه ناوخته یې د لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کاميابې شوي او دوی ته د دوی د غوښتنو منلو باور ورکړل شوی، له هغې وروسته یې احتجاج ختم کړی دی، خو ورسره یې ويلي، که د غوښتنو تړون عملي نه شو بيا په اتفاق سره بله فيصله کوي.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا جنوبي وزيرستان ضلعې جنوبي وزيرستان کې د پوليو ټيمونو ساتنې له روانو پوليسو په ګاډي چاودنه شوې، د اووه پوليس اهلکارو په ګډون پکې 13 تنه ژوبل شوي دي.
نور کتل