لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوليو په نړيواله ورځ پاکستان کې د پوليو نوې پېښه رپورټ شوې، ټولې پېښې 40 ته ورسېدې


پاکستان کې د پوليو وايرس تازه پېښه نن په 24م اکتوبر په داسې وخت کې رپورټ شوې، چې هم نن ورځ د پولیو وايرس څخه د پوهاوي او د دغه وايرس نه د ماشومانو د ساتنې نړيواله ورځ نمانځل کيږي. په نړۍ کې پاکستان او افغانستان يواځې دوه هېوادونه پاتې شوي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام ترمخه تازه پېښه د خېبرپښتونخوا په کوهاټ ضلع کې رپورټ شوې ده، سږ کال دا په کوهاټ کې د پوليو دويمه او خېبرپښتونخوا کې شپږمه پېښه رپورټ شوه.

پاکستان کې سږ کال د پوليو ټولو پېښو شمېرې 40 ته ورسېدې.

پاکستان کې د پوليو خاتمې دپاره د وزيراعظم فوکل پرسن عایشه رضا فاروق د نننۍ ورځې په مناسبت پيغام کې ويلي، د پوليو ضد کمپاين کې کار کوونکو په ځانګړي ډول ښځينه کارمندانو ستاينه کړې، چې په هر ډول حالاتو کې یې خپل خدمات ترسره کړي او ماشومانو ته یې د پوليو ضد څاڅکو رسولي دي.

هغې ويلي، د پوليو خاتمه زمونږ قامي عزم دی.

پاکستان وخت په وخت د پوليو ضد پروګرام چارواکي په میاندو پلارانو غږ کوي چې خپلو ماشومانو ته په هر کمپاين کې د پوليو ضد څاڅکي ورکړي او ماشومان د تلعمره معذورۍ څخه وژغوري.

چارواکي وايي، د پوليو وايرسو خورېدل د ماشومانو دپاره شديده خطره ده.

د چارواکو په خبره، په کومو ضلعو کې چې د پوليو پېښې مخې ته راځي، هلته په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس مثبت راروان دي، د کوم نه چې معلوميږي دغلته وايرس موجود دي.

چارواکي وايي، د ويکسيو په اړه د مياندو پلارانو ناسمې فيصلې او غلط فهميانو په وجه ويکسين نه کېدلو د ترخو نتيجو سره مخ يو.

پاکستان د 28م اکتوبر نه په ټول ملک کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پيلوي، چارواکو بيا په مياندو پلارانو غږ کړی ماشومانو ته دې د پوليو ضد څاڅکي ورکړي.

پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو تر ټولو زياتې 20 پېښې بلوچستان صوبه کې رپورټ شوي، 12 په سيند صوبه، شپږ په خېبرپښتونخوا، يوه يوه په پنجاب او اسلام اباد کې تصديق شوي دي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG