د خېبر پښتونخوا په مردان ښار کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه دستوره شوې چې پکې د ځايي خلکو تر څنګ افغان کډوالو او د دوي مرسته کونکو ادارو غړو هم ګډون کړی. په غونډه کې د پاکستان دننه د افغان کډوالو په ستونزو هم بحث شوی. نور حال ریاض حسین وړاندې کوي.
د پاکستان په مختلفو برخو کې مېشته افغان کډوال وايي د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د پرتشدد احتجاجونو وروسته پولیس د دوی په ضد ګامونه اخلي او هره ورځ ګڼ شمېر افغانان نیول کېږي. په دې اړه نور تفصیل عثمان خان وړاندې کوي
پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکو ويلي، د افغانستان نه په وروستيو کلونو کې پاکستان ته د راغلو افغانانو دپاره د پاکستان د حکومت سره خبره کوي چې د دوی دپاره یوه تګلاره جوړه شي او پاکستان کې خوندي وساتل شي.
د پاکستان په تعلیمي ادارو کې زده کونکې افغان نجونې وايي، په افغانستان کې د طالبانو لخوا د جینکو په زده کړو او کار بندیز د هیواد راتلونکی د تیارو سره مخ کوي. دوي په افغانستان کې جینکو ته د دغه حق ورکولو غوښتنه کوي. د کډوالو نړیوالې ورځ په مناسبت دغه افغان نجونو وي او ای ډیوه ته د خپل زړه حال ویلی.
په افغانستان کې د طالبانو په زور واک کې د راتلو روستو د نورو هېوادونو په څېر پاکستان ته هم ګڼ شمېر افغانان کډوال شوي. په دغو کې شمله مقصودي او د هغې کورنۍ هم شامله ده. مېرمن مقصودي وايي، په افغانستان کې يې سوکاله ژوند کوو، اوس د بې وزلۍ ژوند تيروي او وايي کډوالۍ یې د ژوند ټول ارمانونه خاورې کړي.
نن د ملګرو ملتونو لخوا په ګرده نړۍ کې د کډوالو نړیواله ورځ لمانخل کیږي. د ملګرو ملتونو تر مخه په ګرده نړۍ کې د کډوالو لپاره بېلا بېل اصطلاحات کارول کیږي. د دې اصطلاحاتو ترمنځه څه توپیر دی؟ بهشته تلاش یې په دې ویډیو کې وړاندې کوي.
نن د ملګرو ملتونو لخوا په ګرده نړۍ کې د کډوالو نړیواله ورځ لمانخل کیږي. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي تېر کال د نړۍ په بېلا بېلو هیوادونو کې په زوره کډه شوو خلکو شمېره ۱۱۰ مېلینو ته رسیدلې. نن په خپرونه کې په دې موضوع خبرې کوو.
د تېر کال راهسې په کراچۍ او د سيند صوبې په بېلابيلو برخو کې د افغانانو نيولو لړۍ پېل شوې، او تر 2700 نه زيات نارینه، ښځې او ماشومان د قانوني اسناد نه لرلو په تور نيول شوي. افغانان وايي چې نه يوازې غير قانونه افغانان نيول کيږي بلکې هغه افغانان چې (پي او ار) کارډونه هم لري د پيسو لپاره نيول کيږي.
کال 2021 کې په افغانستان د طالبانو د قبضې وروسته د نورو افغان هنر مندانو په ګډون مينه وفا هم پاکستان ته کډوال شوې ده. مينه وفا وايي که په افغانستان کې یې ژوند ته خطر وو نو په پاکستان کې دوه کلن مهاجرت هم په مالي توګه ځپلې ده. تفصيل يې اسلام آباد نه وقار احمد وړاندې کوي:
پاکستان کې په غېرقانوني توګه مېشت افغان کډوالو د نړیوالو ادارو نه غوښتنه کړې چې دوی ته دې د کډوالۍ قانونياسناد ورکړي. دوی وايي چې پاکستان کې د سفر په وخت د امنیتي ادارو لخوا نیول کیږي. نور حال د چمن نه د ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي راکوي.درږ
نور کتل