واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره یو این ایچ سي آر وایي، په 2022م کال کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د جبري کډه شویو خلکو شمېر 110 میلینه ته رسېدلی چې وایي د جګړو، ځورونو او د بشري حقونو د سرغړونو له کبله بې ځایه شوي دي.
د کډوالو اداره وایي، د نړۍ د کډوالو تر نیمایي زیاته برخه خلک 52 فیصده د افغانستان، شام او اوکراین دي. وایي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې 3.4 ملینه خلک کورني بې ځایه شوي دي.
د بې ځایه شویو کسانو په اړه پخپل کالني رپوټ کې اداره وایي په ټوله نړۍ کې د مهاجرینو شمېر چې په 2021م کې 27.1 میلینه وو د 2022م کال په اخر کې 35.3 میلینه ته ته رسېدلی دی.
اداره دا د کډوالو تر ټولو لوړه شمېره ګڼي او وایي دا مهال د نړۍ په هرو 74 کسانو کې یو تن مجبوره کېږي چې له خپل کور او سیمې کډه شي.
د یو این ایچ سي آر ادارې مشر فیلیپو ګرانډي د جون پر 13مه په جنېوا کې خبري غونډي ته وویل، له بې ځایه شویو خلکو نه تر 35 میلین زیات یې خوندي ځایونو ته د تېښتې لپاره تر نړیوالو پولو تېر شوي او 62 میلینه په بیلابیلو هېوادونو کې کورني بې ځایه شوي دي.
ښاغلي ګرانډي وویل، په 2022م کال کې د هغوی خلکو شمېر 4.4 میلینه ته رسېدلی چې بې وطنه دي او یا یې شهریت یا تابعیت معلوم نه دی چې دوی د کومو هېوادونو دي:
"شاید ستاسې څو کاله مخکې یا تېر کال په یاد وي موږ اعلان وکړ چې په لومړي ځل تر 100 میلینه زیات خلک بې ځایه شوي دي او اوس دا شمېر 10 فیصده نور زیات شوی دی، دا زموږ د نړۍ پر حالت یو تور دی".
د 2021م کال په اخر کې په نړۍ کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر تر 89 میلینه اوښتی وو، خو په تېر کال کې 19 میلینه نور خلک بې کوره شوي او دا شمېر 108.4 میلینه ته رسېدلی دی.
یو این ایچ سي آر وایي، یواځې د سوډان او اوکراین د جګړې له کبله په تېر شاوخوا یو کال کې شاوخوا دیارلس میلینه خلک له خپلو کورونو کډوالۍ ته مجبور شوي دي.
رپوټ وایي د اوکراین د جګړې له کبله 5.9 میلینه کسان په هېواد کې دننه له خپلې سیمو نورو خوندي ځایونو ته کډه شوي او 5.7 نور د جګړو له کبله پولېنډ او نورو ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.