ډیپ سیک د اوپن ای ایي الزاماتو ته څه جواب نه دی وېلی. په هانګ کانګ کې مېشت د ای ايي ماهر جاني زاو وویل ډيپ سيک په خپل چېټ باټ یوه مقاله شایع کړې او دا خبره يې په کې منلې چې د خپل ماډل جوړولو په لړ کې يې په عامه کچه د دستیاب معلوماتو نه کار اخیستلی دی
های فلایر وویل ډیپ سیک د اوپن ای ايي، ګوګل او د مېټا جوړ کړی شویو د اېل اېل اېم ماډلو سره برابر کارکردګي لري، تر ۲۰۰۰ پورې د امریکایي کمپنۍ اېن ويډیا جوړ کړې د زړو کمپیوټرو چېپس استعمالوي او د پېسو لګښت پې قریباً شپږ مېلین ډالر دی
د ډیپ سیک موباېل اېپ د امریکې اېپل کمپنۍ سټور کې د ګل (دوشنبې) په ورځ په اول نمبر وو. څېړونکي وايي د امریکې حکومت لخوا د مصنوعي ذهانت ترټول ښه چپس ته د چین لاس رسي محدودولو باوجود د چیناي کمپنۍ د مصنوعي ذهانت نمونې اثر ښکاره کوي
ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې وویل په سټارګېټ به کار په سمدستي توګه شروع کړی شي چې په ای ايي کې جدید پرمختګونه وکړي او په کې به لوی لوی ډېټا سېنټرې جوړېږي
د امریکې د حکومت یو چارواکي وویل د نوي قانون دلاندې به اسټرېلیا، بېلجیم، کېنېډې، ډېنمارک، فېن لېنډ، فرانس، جرمني، ایرلېنډ، اټلي، جاپان، دي نېدرلېنډز، نیوزي لېنډ، ناروی، ساوت کوریا، سپېن، سويډن، ټایوان او برطانيي ته ای ایي د چپس په برامداتو څه پابندي نه وي
چین سره د ساینس او ټېکنالوجۍ په برخه کې همکارۍ د امریکې د قومي سلامتیا په اړه د ځینو امریکایانو تشویش هم راپارولی دی
په ټېک ټاک د ممکنه پابندۍ په اړه قانون د امریکې د موجوده صدر جوبایډن په حکومت منظور شوی دی. د بایډن د حکومت مېعاد د جنورۍ په میاشت کې ختمېږي. د بایډن حکومت په ټېک ټاک د چینايي کمپنۍ ملکیت د قومي سلامتیا دپاره خبر بلي خو ټېک ټاک دا خبره ردوي
د امریکې صدر منتخب ډانلډ ټرمپ په خپل وړمبي حکومت کې په ټېک ټاک د پابندۍ لګولو کوښښ کړی و او اوس به ٍيې حکومت په ټېک ټاک د بندیز قانون نافذ کوي. مګر د صدرات دپاره په انتخابي کېمپېن کې به هغه وېل چې په ټېک ټاک د پابندۍ خلاف دی او د بندېز نه بچ کولو دپاره به يې کار کوي
د قانون ناقدین وايي ماشومان د سوشل میډیا نه لرې کول به د نورو صارفینو په شخصي رازدارۍ منفي اثر کوي ځکه چې دا ثابتولو دپاره چې عمر يې د ۱۶ کالو نه زیات دی صارف به په دې اړه د خپلې پېژندګلو دپاره شخصي معلومات شريکوي
د ديني او عصري علومو ماهرين په ديني مدرسو کې د اسلامي علومو ورکولو ترڅنګ دنياوي تعليم، ټېکنالوجي او بېلابېل هنرونه مهم بولي۔ وایي په دې لړ کې دې ګامونه واخیستل شي چې د مدرسو زده کوونکي هم د پوهنتونونو د فارغ شويو په څېر په بېله بېلو شعبو کې خپله مهمه ونډه ولري. تفصيل د عبدالرزاق په رپورټ کې:
نور کتل